ولسي جرګه: د اسرایيلي تروریستانو پر ضد د فلسطیني ولس ملا تړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د امریکا له لوري بیت المقدس د اسراييلو د مرکز په توګه پېژندل غندلي او د فلسطین داعیه يې پر حق ګڼلې.

دې جرګې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره په غزه کې پر لاریون کوونکو د اسراییلي عسکرو وروستۍ مرګونې ډزې تروریزم بللی او غږ يې کړی چې د فلسطیني ولس ملاتړي دي.

په پرېکړه لیک کې پر اسلامي هېوادونو غږ شوی چې د اسراییلو د دې جنایاتو پر ضد باید عملاً ګام پورته کړي.

د ولسي جرګې په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو ادارې پر فلسطیني وحشت د کېدونکي ظلم پر وړاندې پر «مرګونې خاموشۍ» تورنې شوې او غږ پرې شوی چې باید د اسراییلي تروریزم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو په سر مشریزه کې ډاکټر غني هم د افغانانو پر استازیتوب د فلسطیني ولس د ملاتړ غږ وکړ او يې ویل چې قدس شریف زموږ شریک ارزښت دی.

ټرمپ د تېر میلادي کال د ډيسمبر په شپږمه رسماً بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه معرفي کړ، چې څو ورځې وړاندې يې خپل سفارت هم له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ.

هغه د سفارت د لېږ پر مهال اسراییلو ته مبارکي ورکړه او دا يې د بریا لویه ورځ وبلله.

د امریکا او اسراییلو د دې جنایت په غبرګون کې زرګونو تنو په غزه کې لاریونونه پیل کړل، چې اسراییلي عسکرو پکې ۵۰ تنه ووژل او تر ۲زره ډېر نور يې ټپیان کړل.