روغتیا

له روژه ماتي وروسته سګريټ څکول د زړه ناروغۍ رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غويي، ۱۳۹۷ل): سګریټ څکول په عام ډول مرګونی عادت دی، او ټول ډاکټران ددې په اړه په یوه خوله دي چې سګریټ له ناروغۍ او د بدن عضلات له منځه وړلو پرته هیڅ ګټه نه لري.

دغه ناوړه عادت د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د انسان سږي له منځه وړي، په ځانګړي ډول که سګریټ له ډوډۍ سمدلاسه وروسته وڅښل شي هاضمي سیستم خرابوي، لومړی خو باید دغه ناوړه عمل ترک کړل شي، که نه وي نو د ډوډۍ او سګریټ ترمنځ لږ تر لږه یو ساعت وقفه وساتل شي.

اوس تازه څیړنې ښيي چې له روژه ماتي سمدلاسه وروسته سګريټ څکول د زړه ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتوي.

د استنبول په یوه پوهنتون کې د یوې تازه څيړنې له مخې ویل شوي چې له روژه ماتي وروسته بدن ته تر ټولو ګواښونکی شی سګریټ څکول دي، د سګريټ په یوه کش سره د بدن شریانونه خرابیږي او په وینه کې مناسبه اندازه آکسیجن نه جذبیږي.

سربېره پر دې په دې سره د زړه درزا زیانمنه کیږي، د وینې فشار او کولیسترولو اندازه لوړیږي، چې له کبله یې د زړه ناروغۍ ګواښ څو چنده زیاتیږي. د پوهانو په وینا یو سګریټ څکول د انسان عمر ۸ دقیقې کموي، ځکه چې په یو سګریټ کې له ۴۰۰۰ څخه زیات زیانمن مواد شتون لري.

سګریټ څکول په عام وخت کې د زړه، سږو، تنفس، هاضمي سیستم، تشې متیازې، معده، ځیګر او د خولې مرګونې ناروغۍ (سرطان ناروغي) رامنځته کوي، چې د ډاکټرانو په وینا له ځان وژلو پرته هیڅ ګټه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

سګریټ څکول د احمق سړی کار دی. همدا تېره ورځ می د کوم شبن سترګی سره د سګریټو په هکله جدال ؤ، د غوائي زوی راته وویل چه نن سبا هر څه وژونکی دی حتی تر اندازه ډېری د اوبو چیښل، ورته می وویل چه اولاً د اوبو څکل د مرګ سبب نه ګرځی ثانیاً که د اوبو ډېر استعمال د مرګ باعث هم وی خو یوازی چیښونکی به هلاک شی خو د سګریټ او تنباکو کارول حتی راتلونکی بچی یا بچانو ته خطره ده ژوندی لارویان او د کورنۍ غړی او همسایګان او همکاران خو پرېږده. د سګریټو له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x