نشنل انټرسټ: امریکا د روسيې له ماتې درس وانه خیست، غلطي تکراروي

ارشیف

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): نشنل انټرسټ په تازه ګڼه کې په یوه لیکنه کې د امریکا او روسيې یرغلونه سره پرتله کړي.

د لیکوال په باور امریکا د روسيې له ماتې او ستړیو درس وانه خیست او له څو کلونو راهیسې د روسيې غلطي پرلپسې تکراروي.

د مقالې لیکوال لایل ج. ګولدستین لیکلي، روسيې سره له دې چې د افغانستان په قومونو کې يې شناخت درلود او له دې هېواد سره يې پوله شریکه وه، د پوځي مهماتو د لېږد رالېږد لګښت او فاصله يې کمه وه، بیا هم بریا تر لاسه نه کړه، خو امریکا د نړۍ له بله سره دلته نښتې ده.

د هغه په باور سره له دې چې په روان کال کې د امریکايي عسکرو مرګ ژوبله ټيټه شوې، خو په وینا يې د افغانستان لپاره حتی د یو امریکايي عسکر قرباني هم نه ارزي.

د مقالې لیکوال زیاتوي که څه هم اوس وخت تېر شوی، خو بیا به هم ښه وي چې افغانان خپل تصمیم ته پرېښودل شي او امریکا خپلې پښې سپکې کړې.

«سره له دې چې وخت تېر شوی، خو بیا هم ښه ده چې افغانان پرېښودل شي، تر څو د خپل هېواد په اړه پخپله تصمیم ونیسي.»

لیکوال وړاندې لیکي چې روسيې ښايې د خپل یرغل او دوام لپاره يې دا دلیل وړاندې کړی وای، چې د افغانستان امنیت يې پر وضعیت تاثیر کوي، چې د لیکوال په وینا معقول دلیل بلل کېدای شي، خو امریکا نه د یرغل له پیل او نه يې د دوام لپاره ورته دلیل لري.

دا په داسې حال کې دی چې ټرمپ تازه پر برتانوي چارواکو فشار راوړی چې افغانستان ته نور عسکر ولېږي.