د دفاع وزیر په ځواب کې د طالب ویاند جالب غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غویي، ۱۳۹۷ل): په فراه کې د دفاع وزارت د وزیر طارق شاه بهرامي د څرګندونو په ځواب کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد جالب غبرګون ښوودلی.

نن په فراه کې افغان لوړپوړي چارواکي د بهرنیانو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن په ملتیا د فراه پر وضعیت خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، په فراه کې جګړه د «اوبو له ستونزې» سره اړیکه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د همدې ناستې یو تصویر خپور کړی او د دفاع وزارت ځواب يې ویلی.

په تصویر کې چې د میز پر سر د امریکا تر بیرغ او په تصویر کې د نېکولسن د تر سر سرې کرښې را تاو کړل شوي او د جګړې مقابل لوری بلل شوی.

مجاهد له تصویر سره لیکلي: «دښمن ادعا کړې چې د فراه جګړه د اوبو پر سر جګړه وه، ځانونه مه تیرباسئ، جګړه داوبو په سر نه، بلکې جګړه د دغه بیرغ او دغه کس په سر ده، غلامانو که تاسو ریښتیا افغاني احساس لرئ نو تنها داوبو مسئله مهمه نه ده، زموږ ټوله خاوره، فضا او اوبو دغو امریکایانو یرغمل کړي دي.»Mujahid-tweet-122

دې غبرګون په خواله رسنیو کې هم په نږدې پینځه څلوېښت دقیقو کې خورا پراخ پوښښ پیدا کړی دی، چې پر وړاندې يې افغان پوځي مسؤلین بې ځوابه ښکاري.

جنرال نېکولسن، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي په فراه کې له سختې جګړې وروسته نن دې ولایت ته سفر وکړ او د تېرې اوونۍ په جګړه کې غافل چارواکي ملامت کړل.

افغان چارواکو په دې جګړه کې د ۳۰۰ طالبانو د وژلو او طالبانو بیا د ۶۳ عسکرو د وژلو او ګڼو نورو د ټپي کېدو او ژوندي نیولو خبر ورکړ.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
haroon
میلمه
haroon

په دې کې هېڅ شک نشته چې هېواد د پردیو له خوا څخه نیول شوی، خو دا شک هم ډېر قوي دی چې طالبان به څومره خپلواکه او ملي ګټو ته وفاداره وي. آیا دوی ملي ګټې پېژني او که یوازې د پنجاب د منافقو تش په نامه علماوو او د آی اس ای څخه احکام تر لاسه کوي. له بده مرغه د دواړو خواوو څخه د اسلام په نوم افغانان او پښتانه وژل کېږي او دا لړۍ د شا او خوا څلوېښتو کلونو څځه روانه ده. دا لړۍ به هغه وخت پای ومومي چې پښتانه ختم شي او دا… نور لوستل »

جهادمل غزنوي
میلمه
جهادمل غزنوي

هارونه وروره طالبانو له عین هوښیاري نه کار اخستی ، کوم څه ته چې الله تعالی هوښیاري ویلي زموږ خالق ورته هوښیار ي ویلي هم هغه رښتوني هوښیاري ده ، الله تعالي فرمایلي چې جهاد دهوښیارانو کار دی نو څوک چې ځان دخالق بنده بولي هغه بیا له بلواکۍ ډېر لیري وي

اجمل خان
میلمه
اجمل خان

چی رشتیا سی دا یی پر زای خبره کری ده.
که همداسی نه یی نو وزیر دی جواب ووایی. دا خو نظامی منطق دی.
خو په اصل کی غوا که توره شیدی یی سپینی دی.
دا دواره دلی د افغان وژنی پروژه چی آمریکا جوره کری دوی یی پلی کوی.