fbpx

غفور لېوال ته د کک او زرینې رالیږلی خط

زخمی افغان

لیوال صاحب . . سلامونه!

آبله ورځ چې طالبانو په فراه ښار حمله کړې وه، تاسو په فیسبوک کې خورا بده ورځ را اخیستې وه، درګرده مو ویل چې جنګ پر اوبو دی، ایرانیان او صفویان راغلي، غواړي د کک او زرینې وطن اشغال کړي او د فراه رود او هیلمند اوبه د فارس په ورخونو ورسمې کړي.

ستاسو دغه وطني احساس د ستایلو دی، هر څوک باید د خپل وطن او ملي ارزښتونو په اړه همدومره حساس واوسي، تاسو په خپلو لیکنو کې زموږ نومونه هم یاد کړي وو او د فراه پيښه مو  د اوبو پر سر له ایران سره د د پخواني جنجال جریان بللی و.

خو که رښتیا ووایو، موږ د فراه په جنګ کې ایرانیان ونه لیدل، په نشر شویو تصویرونو کې هم ټول وطني افغان طالبان ښکارېدل،ستاسو حکومتي چارواکو هم له تشو ادعاوو پرته هیڅ مؤثق سند وړاندې نه کړای شو چې په فراه دې ایرانیانو یرغل کړی وي. بله دا چې موږ چې د تاریخ مسیر څارلی او د افغانانو په لاس مو په لرې او نږدې تاریخ کې د ایرانیانو ماتېدل لیدلي دي. دا مو زړه ته نه لویږي چې ایرانیان دې په سرلوړي افغان وطن د یرغل جرأت وکړای شي. دا وطن د امپراطوریو هدیره او د  نړیوالو قدرتونو د ډوبیدلو جغرافیه ده. په دې وطن کې چې د انګریز، روس او امریکا په شان زبرځواکونه پښې نه شي ټینګولای نو ایران خو یو ډیر کمزوری سیمه ایز ځواک دی چې له کوچني عراق سره د جنګ توان یې نه درلود. ایرانیانو چې په نږدې تاریخ کې په مزار شریف کې د مداخلې خونړی انجام لیدلی بیامې  زړه ته نه لویږي چې زموږ د هیوادپه خوا دیرغل چورت دې ووهي.

لیوال صېب!

څومره چې موږ ته معلومه شوه ستاسو لخوا په فراه باندې د ایران د یرغل خبره یوه تشه او بې حقیقته مدعا وه، چې د ثبوت لپاره یې هیڅ سند وړاندې نکړای شو. خو راشه له بلې دې خبر کړو. همدا نن غټ پټ امریکایي جنرال، چې څلور ستوري یې په ځیګر وهلي، نوم یې نیکولسن دی، پوځي دریشي یې هم اغوستې ده، پوځي څرخکې هم ورسره دي او د امریکایي پوځیانو په بدرګه فراه ته داخل شوی دی.

نیکولسن زموږ د هیواد او سیمې نه دی، په مذهب ، ژبه، اریایي توب او فرهنګ هم نه دی راګډ، د ایران په نسبت ځکه ډیر له موږ پردی دی چې شکل یې ګردسره افغانانو ته نه دی ورته، شنې شوبیني سترګې، تک سور پوستکی او ګونځې ججوری یې ثابتوي چې موږ ته په یوه رګ هم نه دی راخپل. د سیمې اوګاونډ هم نه دی بلکې د دنیا د بل اړخ  خنځیر خور، امریکایی، سور کافر دی.

لیوال صاحب! پوښتنه مو دا ده چې د ایران وهمي یرغل خو تاسو ته ناروا ایسېده او په سختو ټکو مو وغانده، که دا راته ووایاست چې د فراه په پاکه خاوره د امریکایي جنرال نیکولسن پلي کیدل او بربنډ واقعي شتون ستاسو د ایمان او وجدان په قاموس کې کوم تعریف لري؟؟

که د ایران وهمي او خیالي شتون ناروا وي نو د امریکایانو واقعي شتون په کوم دلیل جواز پیدا کړ؟؟

لیوال صېب! لږ مو سر ګریوان ته کړئ، تاریخ او راتلونکی نسل به له تاسو ځواب غواړي، دا چې تاسو د شریرو ګاونډیانو یعني ایران او پاکستان د یرغل په مقابل کې حساس یاست راتلونکی نسل به ستاسو په دې دریځ آفرین ووایي. مګر هغوی به دا پوښتنه هم ضرور کوي چې دا امریکایان مو له کومه خپل شول؟ دوی په کوم اصل او نسب را ګډ دي. دوی کوم حق لري چې دا اوولس کاله یې نه یوازې په فراه بلکې په ټول افغانستان غراوپر جوړ کړی، ټانګونه هم په کې ځغلوي، چورلکې هم په کې څرخوي، مادر بمونه هم په کې ازمویي، شخصي زندانونه هم لري، ترځمکه لاندې ستراتيژیک تونلونه هم باسي، د جنګ ستراتيژۍ هم اعلانوي او چې څه یې زړه وغواړي کولای یې شي.

لیوال صاحب!

دا چې تاسو په فراه د افغان وطني طالبانو برید د ایران برید وباله، خو د جنرال نیکولسن په سفر مو هیڅ هم ونه لیکل، موږ نه پوهیږو چې نیکولسن زموږ سکنی دی او که څنګه؟  رښتیا تاسو د امریکایانو په اړه په تیرو اوولسو کلونو کې حتی یوه خبره هم له خولې نه ده ایستلې، لطفا که د دغې چوپتیا او دوګانه چلند علت را ته ووایاست.

آیازموږ په ملي قاموس کې  داسې  راغلي دي چې : و لایجوز احتلال و اشغال افغانستان لایران و پاکستان و لکن یجوز لامریکا و برتانیا و هالنډ و استرالیا و جمیع ممالیک ناټو و اعوانهم . . .  که خبره همداسې وي نو لطفا موږ هم خبر کړئ او که خبره دا وي چې زموږ په هیواد د هر تیریګر برید ناروا دی، پوځي شتون یې دملي حاکمیت نقض دی او زموږ ملي استقلال تر سوال لاندې راولي. که همداسې وي نو بیا خو باید چې لږ  د ارګ له بغل سره د امریکایي جنرالانو په شتون هم خوله چوله کړئ. والله بیخي شرم دی. هاغه ګرمي او دغه نرمي، بلکل نه سره لګیږي.هغه تاسو چې به شعرونو کې د میوند او ملالۍ خبرې کولې، ایوب خان او اکبر خان به مو ستایل، اکبر  خان او ایوب د همدې اوسنیو ناټوخیلو له پلرونو سره جګړې کړې وې. که د هغوی جګړې ناروا  او بې ځایه وې نو ولې مو ستایلې؟ او که پر ځای وې نو دا کوم انصاف دی چې پرونی غربي یرغلګر واجب القتل و او نننی نیکولسن د سترګو تور او قدرمن میلمه دی چې د کابیني او ملي امنیت د شورا  په غونډه کې تر نورو بر ناست وي.

لیوال صاحب!

کک او زرینه چې تاسو یې تاریخي اتلان بولئ، له تاسو نه ځواب غواړي. نیکولسن په فراه کې دی، له پوځي بوټانو سره زموږ دوطن په سینه ګرځي. لطفاځواب راکړئ چې د نیکولسن شتون د ملي حاکمیت نقض دی او کنه؟

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تپاند څارو
میلمه
تپاند څارو

ياره زخمي افغان صاحپ دې سړي ته مو پر دې تانو ورکولو څومره قېمتي وخت هدر کړی دی. دی او ده غوندي نور ډېر خو د امريکې د قفس کرکان دي، هر ډول خوشخوانی چي يې پر خوله راغله کوي يې، عجبه ده تاسي هم له دوی څخه د يوه باضميره مسلمان افغان مړانه او همت او زړه او وجدان غواړئ. د ښادۍ سئ.

جهادمل غزنوي
میلمه
جهادمل غزنوي

د امریکایانو له لاس پوڅو څخه داسي هیله درلودل چې ګني د هیواد دملي ګټو احساس به ورسره وي لکه د اوبو پرمخ نقشه جوړول دي ، له دوی څخه دیوه بااحساسه او غیرت مند افغان احساس هم شرمیږي ، الله تعالي دي اول هدایت ورته وکړي کنه وي خدای پاک دي د طالب ژړې بوشکې ته برابرکړي چې ورمعلومه شي جګړه پرڅه شي ده

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خپله د جګړې او وینو او مړینی او ټپونو د خبرونو په اورېدو، هر بل ګران وطنوال غوندی خواشینی کیږم، د طالبانو او فراه د پېښو په هکله د دقیقو معلوماتو لاسته راوړلو ته می هم شوق نه ؤ او شوق نه دی، شاید هر آګاه کس پدې هکله پدې او هغه او دغه رسنۍ کی څه ویلی یا لیکلی وی. زه د طالب او امریکائیانو د کړنو هیڅ طرفدار نه یم خو هغه کسانو ته چه نن د وطن د پېښو په باره کی ارغنداؤ ارغنداؤ کیږی فقط دا یوه هیله لرم چه د شوروی د لس کلن… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

زخمي صاحب، سلام! په نورو خبرو کي دي څه ویل نلرم خو په دغه جمله: چې شکل یې ګردسره افغانانو ته نه دی ورته، شنې شوبیني سترګې، تک سور پوستکی ، دي زموږ ځیني توخي او د کنړ او نورستان وروڼه په څپیړه وهلي دي. که څه هم نکولسن په دین، کلتور او جغرافیایي ریښو کي زموږ څخه بیل دئ، دی په امریکا کي استوګنه لري او موږ په افغانستان کي او زموږ په داخلي چارو کي د مداخلې حق نلري خو د بشریت اړیکي نه سو ورسره پرې کولای. د بیولوژي د تقسیمبندي د نګاه څخه دی او موږ… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

( مریدنامه ) ۷۲ د زړو تورو هېواد ته ورسېدل . دا هېواد د عقلستان مستعمره و. کلونه کېدل، چې عقلستان ښکېل کړی و. عجیب هېواد و، ځینې مټور ځوانان او خیرن څڼور سړي لګیا ول او زړې زنګوهلې تورې یې په تیږو موښودلې، چې پاکې یې کړي. هېوادوالو به د ورځې له خوا د عقلستان خیراتي سړه ډوډۍ راټولوله ، بیګاه ته به د زړو تورو خیرنو څڼورودغه ډوډۍ ترې وخوړله او د دوی ماشومان او ښځې به یې په زړو پڅو تورو حلال کړل، وینې به یې ترې وڅښلې او بېرته به غرونو ته وختل، چې زړې تورې… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

مریدنامه؟؟؟؟!!!!!
زموږ روشن فکرانو تېروتنه پدې کی ده چه فکر کوی د پیر او مرید سناریو یوازی زموږ په هیواد یا سیمه کی تر سترګو کیږی، حال داچه لیبرالیرم او سوسیالیرم او فاشیزم او ناسیزم او صهیونیزم او مارکسیزم هم یو ډول غولوونکې د ( پیر او مرید) سناریو ده، البته په یوه سناریو کی څوڼی او څیری ګریوان ښکاری او په بله سناربو کی بربتونه او نېکټائی،
هدف د دواړو یو دی یعنی د مظلوم انسان زبېښنه.