دروژې احکام اومسائل

مفتي غلام محمد صهیب

درمضان دمیاشتې روژې نیول داسلام دریم رکن دی. څوک چې یې له فرضیت څخه انکار وکړي هغه کافر کیږي. او څوک چې یې ادا نه کړي هغه فاسق او سخت ګنهګار دی.

د روژې نیت

د زړه قصد او ارادې ته نیت ویل کیږی که په ژبه سره څه ووایې  یا نه. د روژې لياره هم نیت شرط دی که چا د روژې اراده نه وي کړې او ټوله ورځ نه څه وخوري اونه څه وڅښي د هغه روژه نه صحیح کیږي. د رمضان د روژو نیت د شپې کول ښه دي. که چا د شپې نیت ونه کړ نو د ورځې هم تر زوال نیم ساعت مخکې نیت کولای شی. په شرط د دې چې څه به یې خوړلي او څښلي نه وی.

هغه شیان چې روژه پرې ماتیږي، قضا لازمیږي، خو کفاره نه لازمیږي

۱:په غوږ یا پوزه کې دوا اچول (البته نوی تحقیق دادی چې غوږ منفذ نلري نو په غوږونو کې د دوایي په اچولوسره روژه نه ماتیږي مګر د قدیم تحقیق په وجه احتیاط په کار دی او باید په غوږ کې دوام وانه چول شي)

۲:قصدا په ډکه خوله سره قی کول.

۳:د خولې پریوللو په وخت کې ستوني ته اوبه تلل.

۴:د ښځې په مس کولو سره انزال کیدل

۵:داسې شی تیریدل چې عادتا هغه نه خوړل کیږي، لکه لرګی اوسپنه او داسې نور.

۶:دعود او داسې نورو شیانو دوګ قصدا پوزې یاحلق ته رسول. د بیړۍ سګریټ اوچلم هم دغه حکم دی.

۷:په هیره سره یوشی وخوري او دا خیال وکړي چې روژه ماته شوه او د همدې ګومان په اساس قصدا بل شی خوړل.

۸:د صبح صادق وروسته پیشلمی کول په دې خیال چې شپه ده.

۹:ورځ لا پاتي وه په خطا سره روژه ماتول په دې خیال چې ماښام شوی دی.(یادونه)په دغوصورتونوکې روژا ماتیږي صرف قضاشته کفاره نشته.

هغه کارونه چې هم روژه ماتوي هم قضاء او کفاره لازموي

په قصد سره د کوروالا سره کوروالی کول.یا په قصدسره خوراک یا څښاک کول هم روژه ماتوي. قضاهم شته اوکفاره هم.کفاره دا ده چې یومریی ازاد کړي یا شپیته روژې متصلې(پرلپسې)ونیسي.او که چیرته د روژو طاقت نه وي بیا دي شپیتو مسکینانو ته ډوډۍ دوه وخت ورکړي.چې هغه په ماړه شي.

هغه شیان چې په هغو سره روژه نه ماتیږي یوازې مکروه کيږي

۱:بغیر له ضرورته یوشی په غاښ ماتول. یا مالګه او داسې نورشیان څکل بیا توکل.

۲:د غاښو په دوا یا په مالګه سره غاښونه پاکول.

۳:ښکر لګول یا یومریض ته خپله وینه ورکول

۴:غیبت کول.

۵:جنګ جګړې کول

۶:ښکنځل کول.

هغه شیان چې په هغوسره نه روژه ماتیږي اونه مکروه کیږی

۱:مسواک وهل.۲:په سر یا بریتونو باندې تیل لګول ۳:په سترګو کې دوا یا رانجه اچول( د سترګو په باره کې نوی تحقیق دادی چې منفذ لري نو په دوایې اچولو سره روژه ماتېږي د همدې نوی تحقیق له وجې احتیاط په کار دی.۴:خوشبو یعني عطرلګول.۵:د ګرمۍ یاتندې له وجې غسل کول ۶:پیچکارۍ یا سیروم لګول البته که ډیر ضرورت نه وي باید احتیاط وشي ځکه ځیني علماء کرام په دې مسئله کې مخالف نظر لرې.۷:په هیره سره خوراک یا څښاک کول.۸:په غوږکې اوبه تلل یا اچول.۹:حلق ته بې اختیاره دوګ. ګرځ یامچ ننوتل.۱۰:بې اختیاره قی کول. ۱۱:احتلام یعني د غسل حاجت پیښیدل.۱۲:د غاښو څخه دوینې راوتل مګر چې حلق ته نشې ولاړه.۱۳:د احتلام یا جماع له وجې د غسل کولو حاجت پیښ شي  مګر د سپیدو د مخه یې غسل نه وکړاو په دغه حالت کې دروژې نیت وکړي.څه مسله نشته.

هغه اعذارچې دهغوله وجې دروژه نه نیولو اجازت شته

۱:د مرض له وجې چې د روژې د نیولو طاقت نه وي یا د مرض د زیاتوالي خطره وي نو د روژې نه نیول جواز لري خو بیایې قضا لازمه ده.

۲:کومه ښځه چې حامله وي  او د روژې له امله یې ځان ته یاکوچني  ته دتاوان رسیدلواندیښنه وي. نودروژونه نیولواجازت شته خوبیایې قضالازمي ده.

۳:کومه ښځه چې خپل یا د بل چا کوچني ته شیدې ورکوي که دروژې دوجې شیدې نه پیدا کیږی یا تکلیف رسیږی. نودنه نیولواجازه شته خو بیا دې قضاوکړی.

۴:مسافرشرعي ته اجازت شته چې روژه نه ونیسی که څه تکلیف نه وبیادروژې نیول افضل دی.

۵:دروژې په حالت کې یې سفرشروع کړنودهغې روژې پوره کول لازمي دی..اوکه د خوراک څښاک وروسته دسفره راستون شوبیادې خوراک څښاک نه کوي.اوکه یې تراوسه خوراک څښاک نه وکړی اوخپل وطن یا کور ته راغی په داسې وخت کې چې دروژې نیت کیدلای شو یعني دزوال څخه نیم ساعت مخکې په ده باندې دروژې نیت کول لازم دی.

۶:یوڅوک په روژه ماتولومجبوره کړل شو نودهغه لپاره هم دروژې ماتول جوازلری بیادې قضاوکړی.

۷:دیو چا مرض یاتنده  لوږه دومره غالبه شی چې دیومسلمان ماهرطبیب یاډاکترپه نزد دمرګ خطره وي نوروژه ماتول جائزبلکې واجب ده.بیادې قضاوکړي.

۸:ښځه دحیض په شپوکې اودکوچني دپیداکیدووروسته چې کومه وینه راځي.په دغوورځودې روژه نه نیسي بیادې قضاوکړی..

(یادونه)

دکوموخلګولپاره چې دروژې نه نیولوجوازشته په هغوباندې لازمه ده چې درمضان احترام وکړي اودخلګوله مخه دې خوراک څښاک نه کوی.

دروژې قضا

دکوم عذرله کبله چې روژه قضاشي نوچې کله عذرختم شې سم دستي دې  قضاراوړي دژونداوطاقت بروسه نشته. په قضايي روژو کې اختیاردی جلاجلایې نیسي که متصلی.دسفردختمیدو اودمریض دجوړیدووروسته که یې دونه وخت نه کړ پیداچې قضاروژې ونیسي نوبیادهغوروژوقضانشته.

پیشلمی

دشپې په اخرکې دسپیدوڅخه مخکې پیشلمی کول مسنون اودبرکت اوثواب باعث دی .دنیمې شپې وروسته هروخت پیسلمی کولای شی .خودشپې په اخرکي کول افضله دی.که موذن دصبح صادق څخه مخکې اذان وکړ نودپیشلمی کولوممانعت نشته ترڅوچې صبح صادق نه وي شوی.دپیشلمي څخه دفارغیدووروسته دروژې نیت په زړه کې کول کفایت کوي  اوپه ژبه سره د  داالفاظ ووایې ښه دی..بصوم غدنویت من شهررمضان.

روژه مات

دلمر لویدو د یقین وروسته روژه نه ماتول او په روژه مات کې ځنډ کول مکروه دی..مګرکه چیرته دلمرپه لویدوکې شک و د وریځې له وجې  بیایوڅلوردقیقې انتظارکول ښه دي. په خرمااوکجورو سره روژه ماتول افضله ده. اوپه بل شی سره هم په روژه ماتولوکې څه کراهت نشته. دروژه ماتولوپه وخت کې دغه دعاویل سنت ده. اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت.دروژه ماتي وروسته دی دغه دعاووایې…ذهب الظماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاءالله.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د