
آی پي ایل: کلکته درېیمه لوبډله شوه چې پلی آف پړاو ته یې لار وموندله
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کلکته نایټ رایډرز درېیمه لوبډله شوه چې په ۱۶ پواینټونو پلی آف پړاو ته په لار موندلو بریالۍ شوه.
دغې لوبډلې نن ورځ د راشد خان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په جدول کې ۱۶ پواینټونه خپل کړل او د پلی آف لوبډلو په لیست کې یې ځان ثبت کړ.
په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د راشد لوبډلې ترسره کړه او په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې کلکتې لوبډلې ټاکلی هدف په اسانۍ پوره کړ. راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې خو په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.
د آی پي ایل سیالیو لومړی پړاو پای ته رسېدونکی دی چې درې لوبډلو پلی آف پړاو ته لار وموندله، دوه لوبډلې له سیالیو بهر (دهلي او بنګلور) شوي او له پاتې دریو (ممبۍ انډینز، راجهستان رائلز او کینګز الیون پنجاب) لوبډلو څخه به یې یوه بله پلی آف ته لار مومي.
ددغو سیالیو لومړي پړاو دوه سیالۍ چې د هرې لوبډلې لپاره مهمې دي، سبا یکشنبه ترسره کیږي، په دې کې به ممبۍ انډینز د دهلي او کینګز الیون پنجاب به د دهوني لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.
په دې دوه سیالیو کې د ممبۍ او پنجاب لوبډلو لپاره ګټه مهمه ده، که پنجاب ماتې وخوړه مستقیما له سیالیو ووځي او که ممبۍ ماتې وخوړه او پنجاب بریا خپله کړه نو د راجهستان او پنجاب لوبډلو ترمنځ به د منډو اوسط په سر مقابله کیږي، او که دواړو لوبډلو بریا خپله کړه نو بیا به ممبۍ لوبډله په غوره اوسط پلی آف ته لار ومومي او د راجهستان او پنجاب لوبډلې به په کم اوسط بهر شي.
د یادونې وړ ده چې ممبۍ لوبډله د سیالیو په سر کې تر ټولو وروستۍ او پنجاب لوبډله د لوبو په سر کې وه چې اوس پنجاب د دویم پړاو د ممبۍ په ماتې کې ګوري، او بیا به په اوسط له راجهستان سره مقابله کوي.