دولتي ویاندویان ولي د رسنیو په مخ کې دروغ وايي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په فراه ښار باندې د طالبانو وروستیو بریدونو د ګډ حکومت د دفاعي او امنیتي چارواکو تر څنګ دولتي ویاندویان هم سراسیمه کړي.

د رسنیو کار کوونکي چې لیواله وي د پیښې په تړاو د پیښې کره معلومات تر لاسه کړي نو لومړۍ مرجع یې دولتي ویاندویان وې چې دوی تري د پیښې وضاحت او تفصیلات غواړي.

خو دا ځل خبریالان د فراه په پیښه کې له یوه عجیب تصادف سره مخ شول.

هغه تصادف دا چې کومو مراجعو ته چې خبریالانو د فراه ښار د وضعیت معلومولو په اړه مراجعه کوله هغوی خپله یا د فراه له وضعیته مطلق نا خبره او بي معلوماتو وو او یا که یې معلومات لرل له رسنیو سره د هغو شریکول د دوی په تاوان وو ، ځکه یې له رسنیو سره خپل هر ډول مستقیم تماس شلولی او پر خپلو نشراتي صفحو یې د فراه په اړه د دوو کلونو د افغانستان او عراق د پیښو پخواني تصویرونه د فراه ښار د تازه دمو سرتیرو د تازه تصویرونو په نوم نشر کړل.

په لومړۍ ورځ د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست پر ټولنیزو شبکو د یوه تصویر په خپرولو سره ویلي د پولیسو د څلور سوه څلور څلوېښتمې قطعې ځواکونه فراه ښار ته ورسېدل حال دا چې همدغه تصویر دوه کاله وړاندې د ځانګړو ځواکونو په یوې پاڼه کې خپور شوی وه.

تر هغه وروسته د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی په خپلې صفحې ځیني تصویرونه نشر کړل او په تشریح کې یې ورسره ولیکل چې دولتي ځواکونو په فره ښار کې د طالبانو یو زیات شمیر وسلې او تخنیکي وسائل تر لاسه کړي ، وروسته دا هم ثابته شوه چې دا تصویر یو کال وړاندې د نورو رسنیو لخوا نشر شوی و.

د ولسمشري او داخله وزارت د ویاندویانو تر دروغو بربڼد کیدو وروسته د دفاع وزارت سر پرست ویاند برید جنرال رادمنش د فراه د جګړې په اړه پر خپلې ټویټرپانې یو تصویر خپور کړ چي څو تنه نیول شوي وسله وال د ښځو په جامو کې مالومیږي خو د خبریالانو لخوا د هغه تصویر اصلي مرجع هم پیدا شوه چې هغه د یوه کال وړاندې زوړ تصویر دی چې په موصل ښار کې د داعش په نیول شویو جنګیالو پوري اړه لري.

له دې کار څخه پر دروغ ویلو سر بیره د دولتي ویاندویانو دا لویه نیمګړتیا هم ښکاره شوه چې دوي فکر کوي نور خبریالان به هم د دوي په څیر د نني تخنیک له کارولو سره نابلده وي چې د دوو کلونو وړاندې انځورونه به فراه ښار ته د تازه دمو سرتیرو تصویرونه وبولي.

په مطبوعاتي ساحه کې د ولسمشر، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ویاندویان هغه لومړي نمبر کسان دي چې په هیواد کې د هرې حادثې په اړه خبریالان دوی ته رجوع کوي دا چې همدا د لومړۍ درجې مطبوعاتي چارواکي د پیښو په اړه داسې دروغ وايي چې په هغه لحظه ورباندې ریښتیا او همدغه دروند مطبوعاتي مقام يي مسخره وګرځي نو له نورو ټیټ پړو چارواکو څخه به یې څه ګیله وي؟

همدا مطبوعاتي چارواکي چې نن د ټولو خبري رسنیو د خبریالانو په مخ کې په دروغ ویلو خجالت شول سبا به د بلې موضوع د سپیناوي لپاره څرنګه له ژورنالیستانو سره د مخامخ کیدو جرئت ولري؟

که دوی ورته د موضوع په اړه ریښتیا هم وايي خبریالان یې په خبرو باور نشي کولای ، ځکه دوی د فراه په موضوع کې د پخوانیو انځورونو د ریښتیا والي په اړه تر هغو ټینګار وکړ تر څو خبریالان مجبور شول هغه تصویرونه د هغو له پخواني تاریخ او نشر کوونکي مرجع سره دوی ته ور وښیي.

دولتي چارواکي او ویاندویان باید د پیښو په اړه حقیقت د موضوع خبریالانو ته ووايي ، خبریالان خو د خبر دسپیناوي لپاره یواځې همدوی ته مراجعه نه کوي ؛ بلکې هغوی د پیښې له عیني شاهدانو او نورو مختلفو مراجعو څخه هم د معلوماتو تر لاسه کولو هڅه کوي چې د دولتي ویاندویانو په ناسمو ویلو سره هغوی بالاخره د خبریالانو ، ولس او هرچا له سترګو لویږي او هیڅ څوک یې بیا په ریښتیا خبرو هم باور نشي کولای.

تبصرې (1)

  • د ویاندویانو دنده دا ده.چه درواغ او رښتیا هر څه ووایی.د طالیبانو ویاندویان هم ټول رښتیا نه وایی.دولت و ایاندویانو له طالیبانو څخه ور اړاولی ده،خو یوه خبره واضح ده.هم دولت هم طالیبان د عام ولس قاتلین دی