په جلال اباد کې د کرکیټ په میدان کې د چاودنې وروسته انځور

د خپل خون په تور به ونیسم کوم بل څوک

لیکنه: جلال امرخېل

پنځلس کاله یې له طالب سره مذبذبه او مشکوکه جګړه وکړه، و نه توانیدل چې له صحنې یې ورک او د جګړې په ډګر کې مات کړي، د اربکیانو په نوم یې د کلیو ولسونو لوفر او لوچک ته د ولسي پاڅون په نوم پیسې ورمرش کړې او له یوې بلې لارې یې د جګړې محاذ پرانست، د محلي ملیشو د هرې ورځې د وحشتونو له راپورونو به ورتیر شوو، دا بیګا هم داسې راپورونه نشر شول چې همدې محلي ملیشو په سمنګانو کې جینکۍ تښتولي او په زور یې ځان ته په نکاح کړي دي.

چې په دوی هم و نه شوه، نو یې د تیمور لنګ په قیادت کې د داعش په نوم د نړیوالې ترهګرې ډلې په راوستلو او دلته ځای په ځای کولو باندې کار پیل کړ، په دې دلیل او منطق چې اوسپنه به په اوسپنه ماتوو او ګویا دلته به د داعش په یو څه نمایشي فعالیت له ایران، چین او روسیې نظامي او مالي مرستې ترلاسه کوو او هم به د دوی په فعالیتونو طالبان سولې یا تسلیمۍ ته اړ کړو، که نه نو له دیني ادرسه خو به یې جګړه وروننګوي.

سږکال د داعش له لورې د څو پرلپسې بریدونو پس په داسې حال کې چې مسولیت یې هم داعش واخلي او طالب په کې خپل لاس لرل رد کړي، د حکومت ګلابي نیکټايي پوشان د قلم سوداګر د قلم څوکې د طالب په غندنې پسې تیرې کړي، له دې معکوس تناسبه سړی نور څه اخذ کولی شي؟ چې برید داعش کوي او د امنیت شوری کرایه شوي قلموال لابيګري د طالبانو پرخلاف شروع کړي او د داعش نوم قدرې هم نه اخلي.

محمد محقق د حکومت لوړپوړی چارواکی په منځني ختیځ کې د فاطمیون په لښکر کې د داعش پرخلاف د جنګیدونکو افغان مهاجرو استقبال او ستاینه کوي، خو په حکومت کې متروکه نه شته چې د ملي خیانت په جرم یې محکمې ته وغواړي، که د حکومت ورسره خوښه ده؟ ایا دا عمل په مستقیمه توګه دلته داعش ته د سربازګیرۍ په معنا نه دی؟

خو که تا ولیکل چې د دې دهشتګردۍ ترشا هم د وردۍ لاس دی، نولا به یې سترګې هم له خوبه نه وي مښلي، درته به ولیکي چې پاکستان د حکومت او ولس ترمنځ فاصله پیدا کوي، دا لا ښه دستپاک دی، د ولس په وینو لاسونه سره کړه او په پاکستان یې پاک کړه. اولس کاله شول، همدا یوه سندره ده غږوي يې. زما څه کار چې د حکومت او ولس ترمنځ به فاصله پیدا کوم، فاصله خو تا خپله پیدا کړې، چې له ځانه دې سیمټي دیوالونه تاو کړي او ولس دې په ډاګ میدان پریښی او د همدې سیمټي دیوالونو تر شا له خارجي استخباراتو په تیره امریکايي قراردادیانو سره د همدې ولس د وژل کیدلو لسګونه پروژې بحث کوې. ته یې امنیت ونیسه ، ته که د کلیو او غرونو نه وي په ښارونو کې خو یې له مرګونو وژغوره، د ولس څه کار چې تا سره به فاصله اخلي او زما څه کار چې ستاسې ترمنځ به فاصله پیدا کوم.

ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونیسم کوم بل څوک

نور نو موږ د خپل خون په تور کوم بل څوک نه شوو نیولی، بس دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د