فاریاب ولایتي شورا: اته ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايتي شورا غړي سيد عبدالباقي رسنیو ته ویلي، د نورو ولايتونو په پرتله د فاریاب امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن بريښي.

نوموړي زیاته کړه: د کوهستان، ګرزيوان، بلچراغ، المار، غورماچ، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب او دولت اباد په ګډون، 8 ولسوالۍ دا مهال د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.

ده وویل: وړمه شپه د قيصار ولسوالۍ پر لويه لار د پوليسو يوه پوسته بياځلي سقوط شوي او اتو پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، پوره امنيتي سرتېري نشته، د امنيتي ارګانونو جوړښت يوازې د کاغذ پر مخ دی او که څېړنه وشي، د دغه جوړښت نيمايي برخه نه شي حاضرولی.

نوموړی، چې د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، په تازه بريد کې د يادې ولسوالۍ په نهرين سيمه کې د لويې لارې پر سر د پوليسو يوه پوسته، چې څو ورځې وړاندې يې سقوط کړی و او بياځلي د دولت لاس ته ورغلې وه، وړمه شپه د دوهم ځل لپاره د طالبانو له لوري ونيول شوه، څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د فارياب امنيه قوماندانۍ او ولایتي چارواکو د سید عبدالباقي د څرګندونو په اړه تراوسه له څه ويلو ډډه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د