نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د خپلي رسمي ویب پاڼي له لاري ویلي: د دایکنډي ولایت اجرستان ولسوالۍ چې له اوږدې مودې راهیسي تر محاصرې لاندي وه؛ تېره شپه ناوخته د دوی جنګیالیو له دولتي ځواکونو څخه نیولي ده.
طالبانو زیاته کړي چې تر برید وړاندي یې دولتي ځواکونو ته د دوی د مشر شیخ هبة الله له لوري د تسلیمۍ او بخښني تازه پیغام ور اورولی چې په وینا یې د یادې ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان نه پرته نور ډیری امنیتي سرتیري دوی ته ورتسلیم شول.
د طالبانو په وینا، په دې توګه یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او امنیه قومندانۍ پرته له کومي جګړې ونیول.
طالبانو ویلي، زیات شمیر وسلې او پوځي وسائط یې هم ترلاسه کړي دي.
بلخوا دولتي چارواکو د یادي ولسوالۍ د سقوط په اړه د طالبانو ادعا ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.