fbpx

یمن: څلور سعودي عسکر وژل شوي او حوثیانو پر سعودي میزایل وار کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۷ل): سعودي رسنیو ویلي چې په یمن کې ددوی څلور تنه عسکر د حوثیانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

بل اړخ ته د حوثیانو خبري سرچینو ویلي چې ددوی وسلوالو د جازان په سیمه کې د سعودي ځواکونو یوه پوسته په درنو او سپکو وسلو په نښه کړه او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.

په هغه ویډیو کې چې د حوثیانو له لوري خپره شوې، پر پوستې د برید عکاسي شوې او ښکاري چې سعودي عسکر له پوستې تښتي او حوثیان یې نیسي.

بلخوا تېره ورځ سعودي چارواکو تایید کړه چې د یمن له لوري پر سعودي دوه بالستیک میزایل وار شوي چې یو یې د هوايي دفاع له لوري په هوا کې خنثی شو او بل یې له هدفه لیري په صحرا کې ولګېدی.

خو حوثیانو ویلي چې ددوی میزایلونه پر هدف لګېدلی او په خمیس مشیط سیمه کې يې د سعودي ځواکونو یوه قرارګاه په نښه کړې.

د سعودي پوځ مشر ترکي المالکي د میزایلي برید تصدیق کړی او ویلي چې تېره ورځ شپږ بجې د یمن له لوري دوه میزایل توغول شوي وه چې له امله یې هیڅ ځاني او مالي نقصان نه دی رسیدلی.

باید وویل شي چې په تیرو ۳ کلونو کې د یمن په جګړه کې په سلګونو سعودي عسکر وژل شوي او د یمن له لوري په دوامداره توګه پر سعودي باندي میزایل وار شوي دي چې ځیني يې پلازمیني ریاض ته هم رسیدلي دي.

باید وویل شي چې سعودي د کال ۲۰۱۵ راهیسي په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد په جګړه بوخت دی خو تر اوسه پوري یې ځانګړې لاسته راوړنه نه ده لرلې.

سعودي پر ایران تور پوري کوي چې په یمن کې د حوثي ملیشو ملاتړ کوي خو ایران او حوثیان دغه تورونه بې اساسه بولي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو سره سم د یمن په تیرې ۳ کلنۍ جګړه کې تر اوسه تر ۱۰ زره زیات خلک وژل شوي او د هیواد په سرتاسرۍ کې لوږه ، فقر او وبائي ناروغۍ زیاتي شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د