د تقليد يا پيروي کولو ساحه

ابو المنظور «عطشان»

غير مقلدين تل پر مقلدينو دا انتقاد يا نيوکه کوي چي د قرآن کريم او احاديثو په شتون کي د نورو خبرو منلو ته اړتيا څه ده؟ ياني دوی دا فکر کوي چي د قرآن او احاديثو او د څلورو مذهبونو د امامانو رايي او نظرونه سره بېل دي، خو په حقيقت کي داسي نه ده؛ يا خو به دوی اصلي حقيقت ته رسېدلي نه وي او يا به قصدًا غواړي چي د عوامو عقيدو ته زيان ورسوي، ځکه د مذهب او تقليد اصلي حقيقت لکه څنګه چي يې دوی تعبيروي، هغسي نه دی. نو د دې لپاره چي د عوامو عقيدې سالمي پاته سي، بايد د مذهب او تقليد اصلي حقيقت ته ځان ورسوو.

شرعي حکمونه پر دوه ډوله دي:

(۱):- منصوصه حکمونه: دا هغه احکام يا حکمونه دي چي په صريحي نص (آيت يا حديث) باندي ثابت سوي وي.

(۲):- غير منصوصه حکمونه: دا هغه احکام دي چي په اړه يې نه کوم صريحي آيت شتون لري او نه کوم حديث.

اوس نو منصوصه حکمونه بيا پر دوه ډوله دي:

…لومړی: يو هغه منصوصه حکمونه دي چي په نص (آيت يا حديث) سره ثابت وي، خو نصوص يې په اړه سره په ټکر کي وي. ياني يو آيت يا حديث يې د رواوالي او بل يې د ناروا والي خبره کوي؛ د بېلګي په ډول: په يوه حديث کي راځي:

«عَنْ جَابِرٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ، فَإِنَّ قِرَاءَةَ الإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ»- (سنن ابن ماجة: ۲ ج / ۳۳ ص).

ژباړه: له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چي جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي له امام سره لمونځ کوي، نو د امام قرآئت د ده قرآئت دی. (ياني د امام قرآئت د مقتدي لپاره هم بسنه کوي او مقتدی اړ نه دی چي ځانته قرآئت ووايي).

خو په بل حديث کي بيا راځي:

«عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: لَا صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ»- (صحيح البخاري: ج ۱ / ۱۹۲ ص).

ژباړه: له حضرت عُباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دی چي جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په لمانځه کي سورة الفاتحة (الحمد لله) ونه وايي، لمونځ يې نه سهي کېږي.

په لومړي حديث کي ويل سوي دي چي مقتدی بايد په امام پسي الحمد لله ونه وايي، خو په دويم کي ويل سوي چي که چا الحمد لله ونه ويل لمونځ يې نه سهي کېږي.

…دويم: او دويم هغه منصوصه حکمونه دي چي په نص (آيت يا حديث) سره ثابت وي او نصوص يې په اړه سره په ټکر کي نه وي، دا ډول منصوصه حکمونه بيا پر دوه ډولونه لري:

لومړی: يو هغه حکمونه دي چي په اړه يې کوم نص راغلی وي، په هغه کي تر يوه زيات احتمالات شتون لري؛ د بېلګي په ډول: الله جل جلاله فرمايي:

«وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ»- (البقرة: ۲۲۸).

ژباړه: او طلاقي سوي ښځي دي درې قروء انتظار وکړي.

قروء د قرء جمه ده او قرء په عربي اصطلاح کي د دوو ماناګو لپاره کارول کېږي:

لومړی: د ښځو د مياشتنۍ ناروغۍ (حيض) لپاره.

دويم: د دوو مياشتنيو ناروغيو تر منځ د پاکوالي (طهر) لپاره.

اوس نو په پورتني آيت کي د قروء په لفظ کي دوه احتماله شتون لري. ياني کېدای سي چي حيض ځني مراد وي او يا کېدای سي چي طهر ځني مراد وي.

دويم: او دويم هغه حکمونه دي چي په اړه يې کوم نص راغلی وي، په هغه کي تر يوه زيات احتمالات شتون نه لري؛ د بېلګي په ډول: الله جل جلاله فرمايي:

«وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا»- (الحجرات: ۱۲).

ژباړه: په تاسي کي دي ځيني د ځينو نورو غيبت نه کوي.

په پورتني آيت کي امر سوی دی چي يو څوک به د بل چا غيبت نه کوي، دا يو قطعي امر دی چي په اړه يې نص (آيت) راغلی دی، بل کوم داسي نص هم نه سته چي ورسره ټکر وي او په همدې جمله کي بل احتمال هم نه جوړېږي. نو موږ ويلای سو چي دا يو اتفاقي او له کوم شک پرته منل سوی حکم دی.

اوس نو د حکمونو له پورتنيو ډولونو څخه هغه حکمونه چي په اړه يې ثابت نص (آيت يا حديث) راغلی وي، نصوص يې په خپلو کي سره په ټکر کي نه وي او په نص کي يې تر يوه زيات احتمالات هم نه وي موجود، په دا ډول حکمونو کي تقليد ته هيڅ اړتيا نه سته او نه کول کېږي. په هغو حکمونو کي چي په اړه يې صريحي نص نه وي راغلی، که تر خپل نظر او رايي د يوه مجتهد رايه خوښه او عمل په وسي، يا په هغو حکمونو کي چي په اړه يې نص راغلی وي، خو نصوص يې په خپلو کي سره په ټکر کي وي، لکه په لمانځه کي د الحمد لله د ويلو مسئله، د دې پر ځای چي خپله له دوو متعارضو نصوصو څخه يو غوره سي، د يوه مجتهد له خوا په ټاکل سوي نص عمل وکړل سي او يا په هغو حکمونو کي چي نصوص يې سره په ټکر کي نه وي، خو احتمالات يې تر يوه زيات وي، تر خپلي ټاکني د يوه مجتهد ټاکنه خوښه کړل سي، دې ټولو ته تقليد ويل کېږي.

همدا ډول کله چي يو څوک وغواړي چي د يو حکم يا مسئلې اصل او حقيقت ته ځان ورسوي، نو که د همدې حکم يا مسئلې په اړه ثابت نص (آيت يا حديث) راغلی وي، نصوص يې په اړه سره په ټکر کي نه وي او په نص کي تر يوه زيات احتمالات شتون ونه لري، نو بيا خو په ډېري اسانۍ سره کولای سي، د حکم يا مسئلې اصل او حقيقت ته ځان ورسوي؛ خو که چېري د هغه حکم يا مسئلې په اړه کوم نص نه وي ثابت سوی، يا نصوص وي خو يو له بل سره په ټکر کي وي او يا يې په نص کي له يوه څخه زيات احتمالات شتون ولري، نو په دې صورت کي نوموړی څوک دوې لاري لري:

لومړۍ دا چي هغه حکم چي په اړه يې هيڅ نص نه وي راغلی، په خپل فکر او نظر سره به يې د يوه بل ورته حکم پر نص باندي قياسوي، هغه حکم چي په اړه يې نصوص سره په ټکر کي وي، په خپلي رايي او نظريې سره به له متعارضو نصوصو څخه يو انتخابوي او په هغو حکمونو کي چي په نص کي يې تر يوه زيات احتمالات شتون ولري، له خپلي خوښي سره سم يو احتمال غوره کوي.

دويمه دا چي نوموړی څوک به ګوري چي پخوانيو او مخکنيو جيدو علماء کرامو د خپلي زياتي پوهي او ذکاوت او د الله جل جلاله د مرستي او مدد په مټ د يوه حکم يا مسئلې اصل او حقيقت ته رسېدلی وي، نو نوموړی هم د همدې ستر او جيد عالم خوښه د ځان خوښه وګڼي او عمل په وکړي، چي همدې ته تقليد ويل کېږي.

اوس دا خو تر لمر سپينه ده چي پخواني علماء او فقهاء تر اوسني سترو او جيدو علماء کرامو لا په علم، ذکاوت، بصيرت او ولايت کي زيات وه، چېري چي لا عوام سي.

همدا ډول د مذهبونو امامان نه يوازي چي د زياتي ځيرکۍ، پوهي او ذکاوت خاوندان وه، بلکي هر يو يې په خپل وخت کي د ولايت مقام ته رسېدلی وو، هغوی له ظاهري پوهي، تقوا، ذکاوت، ځيرکۍ، بصيرت او … سره-سره له باطني پوهي او بصيرت څخه هم برخمن وه. تر ټولو غوره خو لا دا ده چي هغوی د قرآن کريم د نزول وخت ته ډېر زيات نيژدې وه، نو ښکاره ده چي خامخا د قرآن او احاديثو په پوهي او علم کي تر وروستنيو ډېر وړاندي او مخته وه؛ د دې هر څه تر څنګ هغوی د يوه حکم او مسئلې په سهي ټاکلو کي له دومره زيات احتياط څخه کار اخيستی چي څو شپې او ورځي به يې پر له پسې خوب، خوراک او نور هر څه پرېيښي وه، په پر له پسې ډول به يې نفلي لمونځونه کول او تل به يې له الله جل جلاله څخه همدا غوښتنه کوله چي د يوه شرعي حکم يا مسئلې په ټاکلو غلط نه سي. هغوی په خير القرون زمانه کي وه چي تر ډېري اندازې له فتنو او فسادونو څخه پاکه او سپېڅلې زمانه وه.

نو ايا اوسني علماء کرام به په پوهي، بصيرت، ځيرکۍ، تقوا، رياضت، سهي ټاکني او… کي په هغوی پسي ور ورسېږي؟ چي په هغوی پسي رسېدل لا ناشوني دي، نو څنګه به يو څوک ووايي چي د وروستنۍ او شر القرون زمانې يو عالم دي تر هغوی په پوهي او بصيرت کي زيات وي؟

پورته مو ولوستل چي د مذهب او قرآن او حديث خبري، لکه څنګه چي غير مقلدين يې تعبيروي، سره بېلي نه دي؛ بلکي د مذهبونو امامانو له موږ سره ډېره زياته مرسته کړې ده، چي له دومره سترو او پېچيده اختلافونو څخه يې پاک او صفا شريعت تر موږ رارسولی دی؛ که هغوی دا کار نه وای کړی، نو ښکاره ده چي موږ ته به راپاته وای او که موږ ته راپاته سوی وای، بيا خو نو ښکاره ده چي هر يوه به ځان ته مذهب او پيروان درلودلای، د يوې کورنۍ غړي به وای، خو يوه به له خپل فکر سره سم په يوه او بل به په بل حديث عمل کولای، د اسلامي نړۍ يو کور به هم په شريعت کي له خپلمنځي اختلافاتو څخه خالي نه وای.

په پای کي به د يوې خبري تکرارًا يادونه وکړو، غير مقلدين چي مذهب له قرآن او حديث څخه بېل ګڼي، نو له دوو خبرو څخه به خالي نه وي: يا به د خپلي ناپوهۍ له امله د تقليد او مذهب اصلي حقيقت ته نه وي رسېدلي او يا به قصدًا د عوامو د عقيدو د خرابولو دنده په غاړه لري؛ چي په دواړو صورتونو کي يې خبري منل خو پرېږده، خبري اورېدل يې لا د مومنانو مسلمانانو د ګمراهۍ او لار ورکۍ لامل ګرځي.

که چا ته دا سوال پيدا کېږي چي که مذهبونه پر حق دي، نو ولي يې دومره خلګ مخالفت کوي، نو د هغوی لپاره همدا يوه خبره بس ده چي «شنډه (بې مېوې) ونه هيڅوک په ډبرو نه ولي».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mohammadi
میلمه
mohammadi

وروره غیر مقلدین دا نه وايي چي د امامانو خبرو ته اړتيا نشته هغوي وايې د امامانو څخه شارعین جوړول نشته د امام هره خبره منل نشته یواځي هغه خبره يي په مونږ منل لازم ده چي د قران او صحیح احادیثو په رڼا کې وي. د صحیح احادیثو ترمنځ هیڅ تعارض وجود نه لري ولي بعضي خلک ددی لپاره چي د خيل مذهب څخه دفاع وکړي وايي چي د احادیثو ترمنځ ټکر موجود دی. په قران او صحیح احادثو کې ټول اړین او لازمي مسایل بیان شوی دي د هر هغه امام او مجتهد خبره چي د قران او… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

( د امام ړوند تقلید کول په اسلام کی نشته)
پورته جمله د ښاغلی محمدی د قلم تراوش دی.
ښه خبره ده خو:
د ابن تیمیه او ابن عبدالوهاب پیروان باید د دې عمل جواب ووائي کوم چه په زرګونو انسانان ئې د تاریخ په اوږدو کی د خپلو مرشدینو تقلید ته د نه اطاعت په جرم وژلی دی او وژنی ئې.