
د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ تازه جګړه شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني – پکتیکا لویه لاره له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې، چې هیڅ ډول حکومتي وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی.
د دې دواړو ولایتونو موټر چلوونکي وايي چې دوی خپلې عامې سپرلۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر لارو وړي را وړي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې لارې په اوږدو کې يې د اندړو ولسوالۍ اړوند سردار کلا، خانې کلا او بدوانو کلیو کې له ځانګړو ځواکونو سره جګړه کې کړې او اوه تنه يې وژلي.
د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې دوه ټانګونه تخریب شوي او شپږ نور عسکر ټپیان شوي دي.
طالبان وايي د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د دې لارې په اوږدو کې د چهاردېوال په سیمه کې د پولیسو پوسته د طالبانو له لوري سقوط شوه.
تر اوسه د غزني او پکتیکا ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
هم مهاله د غزني د اجرستان ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړل شوی دی، چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې ولایت اړوند ګڼل کېږي.