میدان وردګ اوسېدونکي: که ټاکنيزې حوزې بدلې نه شي، ټاکنو کې برخه نه اخلو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو اوسېدونکي وايي چې که په دې ولایت کې اوسنۍ ټاکنیزې حوزې بدلې نه شي، دوی به له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړي.

میدان وردګ چې د نوم لیکنې په بهیر کې تر ټولو لږو کسانو پکې خپل نومونه لیکلي، د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو يې په مرکز کې پرون غونډه وکړه.

دوی له حکومته غوښتي چې په میدان کې شته حوزې دې کوچنۍ کړي.

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی د حوزو د کوچني کولو پلان حکومت ته سپارلی چې له تایید وروسته به يې پرېکړه اعلان کړي، خو د ارګ د ویاند یو مرستیال وايي دوی په دې برخه کې کار نه لري.

شاه حسین مرتضوي وايي حکومت یواز د ټاکنو د کمیسیون مالي او تخنیکي ملاتړی دی، نورو برخو کې يې مداخله نه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې هم د نوم لیکنې ګڼ مرکزونه د اعتراض په ډول وتړل شول.

تر هغه وړاندې په غزني او وروسته په خوست کې د ټاکنو کمیسیون دروازو ته قلفونه واچول شول.

د شنونکو په باور پر ټاکنیزه پروسه د خلکو بې باوري، نا امني او د نوم لیکنې کم شمېر دا په ډاګه کوي چې ښايي د راتلونکو ټاکنو مشروعیت وګواښل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د