بشردوست: حکومت د پېښو په غندلو خپلې ناکامۍ پټوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست وايي، حکومت د وروستیو پېښو په غندلو یوازې خپلې ناکامۍ پټوي.

هغه له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې مسیر؛ سره په خبرو کې ويلي، ګڼې مهمې چوکۍ په نا اهله کسانو ډکې دي.

هغه د مثال په ډول وايي: «ستانکزی ساختماني انجنير دی خو د ملي امنيت په رياست کې کار کوي، ويس برمک انجنير دی، د پوليسو اکاډمي يې ليدلې نه ده خو د کورنيو چارو وزير دی. بهرامي هم د دفاع وزارت لپاره وړ کس نه دی. دوی خپلې دندې نه شي اجرا کولی او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.»

بشردوست چې د ګډ حکومت مشران یوازې «ع او غ» یادوي، پخپلو خبرو کې ويلي، دوی له پېښې وروسته په روغتونونو وګرځي، ويې غندي، خو په دې توګه ولس غولوي او هڅه کوي خپلې ناکامۍ پټې کړي.

هغه وړاندې زیاتوي چې د حکومت دواړه شریکان د ستونزو د اساسي هواري په اړه هیڅ فکر نه کوي.

وړمه شپه د ننګرهار په جلال اباد کې د کرکټ میدان کې چاودنې نهه تنه ووژل او ګڼ نور يې ټپیان کړل، چې د حکومت دواړو مشرانو يې غندنې وکړي.

د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د