fbpx

افغان جګړه او د ديني عالمانو د فتواګانو رول

ضیاءالاسلام شیراني / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په پار افغان حکومت د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، له تېرو څو میاشتو راهیسې په اندونیزیا کې د ديني عالمانو د غونډې جوړېدو په هڅه کې و، ترڅو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې په برخه کې مرسته وکړي.

دغه غونډه بالآخره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د یو شمېر دیني عالمانو په ګډون، د اندونیزیا په بوګور ښار کې د ۲۰۱۸م کال د مې په ۱۱ جوړه شوه. که څه هم له دغې ناستې د افغان حکومت هیله دا وه، چې راغونډ شوي دیني عالمان به په افغانستان کې د روانې جګړې د حراموالي فتوا ورکړي؛ خو په دې غونډه کې یوازې پر دې ټینګار وشو، چې طالبان باید له افغان حکومت سره سوله وکړي.

په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته داسې مهال ده، چې مياشت وړاندې طالبانو د افغان حکومت له لوري د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د سولې وړاندیزونو ته د الخندق په نوم پوځي عملیاتو په اعلانولو سره ځواب وکړ او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې خپلو بریدونه ته زور ورکړ.

په افغانستان کې د روانې جګړې څرنګوالی، د حکومت د سولې هڅې او په اندونیزیا کې د دینې عالمانو درې‌اړخیزه ناسته، هغه موضوعات دي چې په دغه تحلیل کې مو بحث پرې کړی دی.

په افغانستان کې روانه جګړه

په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې راوروسته پیل شوه او دغه هېواد پر افغانستان د طالبانو د رژیم د ړنګولو او د القاعدې شبکې د ځپلو په موخه برید وکړ او دلته یې د نوي دولت بنسټ کېښود.

پر افغانستان د امریکا برید که څه هم ظاهراً د سپتمبر د ۱۱مې پېښې له کبله د القاعدې شبکې د غړو او ملاتړ کوونکو د ځپلو په موخه و؛ خو وروسته دا څرګنده شوه چې د امریکا موخه یوازې همدا نه وه، ځکه که د القاعدې او طالبانو ځپل یې موخه وای، نو هغه په لومړیو کلونو کې وشول او په ټول افغانستان کې آرامي شوه.

په دې اړه د پاکستان لپاره د طالبانو د وخت سفیر عبدالسلام ضعیف وایي: «د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه کوم تصادفي کار نه و، بلکې امریکا په سیمه کې د خپلو اوږدمهالو ګټو د تامینولو په موخه له پخوا په افغانستان کې د پوځي حضور تصمیم درلود، طالبانو درې ځله د امریکا د متحده ایالاتو دولت ته د سپتمبر د ۱۱ پېښې په خاطر د اسامه بن لادن د محاکمه کولو وړاندیز وکړ؛ خو هر ځل دا وړاندیز د امریکا له لوري رد شو.»

پر افغانستان د امریکا له برید او د طالبانو له لنډمهالې ماتې راوروسته په دغه هېواد کې جګړه بېرته پیل او ورځ تر بلې په تودېدو شوه، چې د سيګار د راپورونو له مخې، اوس‌مهال د افغانستان حکومت ايله د هېواد په شاوخوا ۵۰ سلنه خاوره کنټرول يا نفوذ لري او د جګړې شدت هم داسې کچې ته رسېدلی، چې ولایتونه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي.

پر طالبانو سربېره په افغانستان کې د “اسلامي دولت” ډلې راپورته کېدل او په لنډمهال کې د افغانستان ګڼو ولایتونو ته د دغې ډلې د جګړو لمن غځېدل، چې پر ولایتونو سربېره په پلازمېنه کابل کې د سترو او خونړيو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخلي، د روانې جګړې یو بل مهم او نوی اړخ دی.

په افغانستان کې له تېرې یوې‌نیمې لسیزې راهیسې خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته په کتلو سره ډېری څېړونکي او شنونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د امریکا موخه د “ترهګرۍ” ځپل او د جګړې پای ته رسېدل نه دي، بلکې په لوی لاس هڅه کوي چې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه روانه وساتي. امریکا غواړي په افغانستان کې په خپل نظامي حضور سره چین، روسیه، ایران او هغه هېوادونه چې د امریکا نړیوالې سلطې ته ګواښ جوړولی شي، کنټرول کړي. په بل اړخ کې امریکا ته افغانستان د موقعیت له پلوه خورا ارزښت لري، ځکه دا هېواد د منځني ختیځ، سوېلي اسیا او سوېل ختیزې اسیا ترمنځ نښلوونکې نقطه ده او مرکزي اسیا د نړۍ په کچه د انرژۍ ستر مرکزونه لري. پر دغو دوو اړخونو سربېره په افغانستان کې د شته طبیعي زېرمو او کانونو خبره هم په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه مطرح ده.

د سولې هڅې

پر افغان خاوره د امریکا له برید سره د جګړې په لومړیو کې که څه هم د لنډ مهال لپاره طالبان له جګړې ولوېدل؛ خو څو کاله وروسته یې بیا جګړه پیل او ورځ تر بلې سخته کړه. دغه وضعيت افغان دولت او نړیوال اړ کړل، چې پر جګړې د تمرکز ترڅنګ د سولې خبرو ته هم مخه کړي، خو دا خبرې په هغه کچه نه وې چې جګړه دې پای ته ورسوي.

په دې برخه کې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت او ځینو خپلواکو بنسټونو له لوري ګڼې هڅې وشوې. په ۲۰۱۰م کال کې د سولې عالي شورا جوړه شوه، وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د خبرو د پیل په موخه غونډې وشوې، چې د وروستيو دريو کلونو مهمې يې د چين په ارومچي او بيا د اسلام‌اباد په مري کې وې. دغه راز په کابل او اسلام‌اباد کې څلوراړخیزې غونډې او د کابل پروسې دوې ناستې وشوې؛ خو تر دې دمه د بېلابېلو لاملونو له کبله هېڅ یو ګام هم د سولې د خبرو د پیل لامل نه شو او دا پروسه لا هم له ناکامۍ سره مخ ده.

دا ناکامي دوه مهم لاملونه لري:

لومړی؛ افغان حکومت د جګړې د اصلي عواملو په له منځه وړلو د تمرکز پر ځای، هڅه کوي چې طالبان د نظامي او سیاسي فشارونو له لارې او په تېره بيا د پاکستان له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

دویم؛ په داسې حال کې چې امريکا له طالبانو سره د سولې د خبرو اراده نه لري، طالبان ټينګار کوي چې افغان حکومت د سولې واک نه لري او امريکا بايد له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته کېني. له همدې کبله يې تل د افغان حکومت د سولې وړانديزونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته

افغان دولت په اندونیزیا کې د دیني عالمانو درې‌اړخیزې ناستې ته له تېرو څو میاشتو راهیسې په تمه و او هیله یې دا وه، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان روانه جګړه ناروا او حرامه وبلل شي، کوم څه چې په دې ناسته کې په صراحت سره ونه ویل شول.

د دغې یو-ورځنۍ ناستې په پای کې یو ۱۲ ماده‌یي پرېکړه‌‌لیک صادر شو، چې په پیل کې یې د افغان جګړې له ټولو ښکېلو لورو څخه د دغې جګړې د پای رسولو او سولې کولو غوښتنه شوې وه. دغه‌راز په نهمه ماده کې یې، چې نظر نورو مادو ته مهم او واضح ټکي لري، ویل شوي: «تاوتریخوالی او ترورېزم باید په هېڅ دین، ملت، تمدن او قوم پورې ونه تړل شي، ځکه افراطیت او تروریزم، د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه د اسلام د مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې واقع دي.»

د افغانستان د سولې عالي شورا که څه هم په اندونیزیا کې د دیني عالمانو د ناستې اعلان شوي پرېکړه‌لیک ته خوشبینه ده او د سولې د پروسې په بریا کې یې مهم ګڼي؛ خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس د دینې عالمانو د دغې ناستې له پایلو ناخوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د تمې خلاف د دیني عالمانو په دې غونډه کې د افغان جګړې د حرام ګڼلو په اړه فتوا صادره نه شوه. له همدې کبله هغه هيله وښوده، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د عالمانو په ناسته کې دغه فتوا صادره شي.

په اندونیزیا کې د ديني عالمانو غونډه او خپور کړی پرېکړه‌لیک په معنوي لحاظ ارزښتناک دی او ټولې سپارښتنې یې پر ځای دي؛ خو په اوس‌مهال کې د افغان جګړې پېچلتیا او وضعیت ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې د دې جګړې پای ته رسېدل د دینې عالمانو په ناستو او فتواوو سره شوني نه دي. پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د