افغانستان

پوځي چارواکي: طالب مشر پخپله د جګړې په لیکو کې بوخت دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): روزګان کې ځايي پوځي چارواکي وايي په دې ولایت کې د طالبانو د الخندق عملیاتو مشري مخامخ د شیخ هبة الله اخندزاده پر غاړه ده.

روزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وايي د دې ولایت په خاص روزګان او چوري ولسوالیو کې جګړې د شیخ هبة الله اخندزاده او د ملا محمد عمر مجاهد د زوی مولوي محمد یعقوب پر مشرۍ شوې دي.

هغه وايي طالبانو په دې جګړو کې نوي تکتیکونه کارولي او له پرمختللو وسلو او مرمۍ ضد لباسونو کار اخلي.

دغه پوځي چارواکي افغان اسلامي اژانس ته دعوه کړي چې چورې او خاص روزګان ولسوالۍ يې له سقوطه ژغورلې او پکې يې ۱۵۰ تنه طالبان وژلي، دی د خپلو ۲۱ ملګرو وژل کېدل مني.

تر دې وړاندې هم افغان چارواکو ویلي و، چې هلمند کې جګړه پخپله شیخ هبة الله اخندزاده رهبري کوي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو هغوی تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د دوی ټول مشران په هېواد کې د ننه او د جګړې په صفونو کې برخه وال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x