افغانستان

ډاکټر غني د ترکيې د سفر پر مهال دوستم کابل ته را غوښتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړی او جنرال دوستم نږدې کس عبدالله قرلق وايي محمد اشرف غني په ترکیه کې له دوستم سره غږېدلی دی.

هغه ازادي راډیو ته ويلي چې د ولسمشر په اجنډا کې له دوستم سره خبرې نه وې، خو سره له بوختياو يې ورسره خبرې کړې او دوستم به په لس ورځې کې د ننه کابل ته راورسېږي.

ویسا ورځپاڼه د قرلق په حواله وايي چې ډاکټر غني له دوستم سره مخامخ لیدلي، خو ازادي راډیو وايي چې هغه ورسره تلیفوني خبرې کړې دي.

جنرال دوستم چې د خپل ګوند پر پخواني مرستیال احمد ایشچي د جنسي ځورونې او تېري له تور وروسته ترکيې ته پښې سپکې کړې، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر غني کلک ملاتړی و.

نږدې میاشت وړاندې يې زوی باتور دوستم وویل چې پلار يې څو ځلې کابل ته د راتګ هوډ کړی، خو په ارګ کې يې ځینې کړۍ د راتګ مخه نیسي.

معلومه نه ده چې ډاکټر غني به له عبدالرشید دوستم سره د کومې معاملې له مخې هوکړې ته رسېدلی وي، خو وړاندې تر دې هم ځینو شنونکو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د غني او دوستم بیا جوړېدو وړاندوینې کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x