د خرما خوړلو اوه په زړه پورې ګټې!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۷ل): خرما د انسان روغتیا لپاره یو شمېر ګټې لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه د خوړلو امر کړی، او همدا ډول یې د نورو خوړو په پرتله هم خرما غوره ګرزولې ده، صحابه کرامو به پوره یوه ورځ یوازې په یوې خورما خوړلو تېروله او په هغې به یې د بدن اړتیا پوره کېده.

دلته مو د خرما له نادره ګټو خبروو:

خرما فایبر، مس، پوتاشیم، وسپنه، میګنیزیم او ویټامن B په پراخه کچه لري، چې د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي او د روغتیا لپاره ګټور دي:

د وینې کمښت کې مرسته کوي

خرما د هغه ناوړه عادت چې انسان بې وخته خوراک کوي، په مخنیوي کې ښه سرچینه ده، دا په بدن کې د وسپنې کچه لوړوي چې د وینې کمښت په له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو باید د شکر ناروغ د خرما په خوړلو کې احتیاط وکړي.

د هاضمې سیستم ښه کوي او قبضیت له منځه وړي

فایبر د کولمو روغتیا لپاره غوره او اړینه ماده ده، چې د قبض په ښه کولو کې مرسته کوي، په خرما کې د جذبولو او نه جذبولو فایبر ماده شتون لري چې د کولمو په پاکولو کې مرسته کوي، چې ورسره کولمې په ښه توګه کار ترسره کوي.

د زړه روغتیا لپاره غوره خواړه دي

د یوې څیړنې سره سم ویل شوي چې روزانه د انار جوس او د خرما درې دانې خوړل انسان د زړه ناروغیو څخه ژغوري، څیړونکي وايي چې انار او خرما د اکسایډ ضد مادې لري چې د زړه شریانونو سختولو او خرابېدلو ګواښ ۳۳ سلنه راکموي.

د وینې فشار کچه ټيټوي

په خرما کې ګډ میګنیزیم د وینې فشار په ټيټولو کې مرسته کوي، همدا ډول په دې کې د پوتاشیم ماده هم بدن لپاره ګټوره ده، چې زړه په سمه توګه کار کولو ته هڅوي او د وینې فشار په کمولو کې مرسته کوي.

د فالج مخه نیسي

د امریکې په یوه پوهنتون کې د ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې روزانه سل ملي ګرامه میګنیزم استعمالول د فالج ګواښ ۹ سلنه راکموي، او مخکې مو ویلي وو چې د میګنیزم ماده په پراخه کچه خرما کې موندل کیږي.

دماغي وړتیا ښه کوي

په یوه روغتیايي ژورنال کې د روغتیا په اړه په یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي و چې ویټامن بي ۶ مناسبه اندازه په بدن کې د لا روغتیا او د دماغي وړتیا ښه کولو لپاره غوره ماده ده، چې له دغې مادې څخه خرما برخمنه ده.

هډوکي پياوړي کوي

په خرما کې ګډ، وسپنه، مس او میګنیزم مادې شتون لري چې د هډوکو پیاوړولو لپاره غوره ثابتیږي، او د هډوکو یو شمېر ناورغیو په ژوغورلو کې مرسته کوي.