
ترکي استخبارات: د اردوګان د ترور کېدو پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ترکيې استخبارات وايي، چې د هغو معلوماتو په اړه پلټنه او تحلیل کوي، چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان د ترور په اړه ترلاسه شوي دي.
ټاکل شوې، چې اردوګان نن بوسنیا او هرسک ته سفر وکړي او د ترکي استخباراتو د معلوماتو له مخې ځينې ترکانو په دغه هېواد کې د اردوګان د ترور پلان جوړ کړی دی.
د ترکيې اناضول خبري اژانس ليکلي، چې ترکي استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د مقدوينې ښار يو شمېر ترکانو پلان جوړ کړی، چې د ختيځې اروپا هېوادونو ته د سفر پر مهال اردوغان ووژني.
اناضول وايي، چې ترکي استخباراتو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو د پېښې د کره ځای، د ترور د کړنلارې او ټاکلي وخت په اړه يې معلومات نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کې د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند بکر بوزداغ ويلي، چې بوسنيا ته د اردوګان سفر پر خپل ټاکلي وخت ترسره کيږي.
بوزادغ په خپل ټويټ کې ويلي، چې دوی هم د ولسمشر اردوګان د ترور په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو ولسمشر له مرګه نه وېرېدونکی انسان دی او له خپل ټاکل شوي پلانه به په شا نه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ويلي، چې اردوګان د ټولو ګواښونو، شومو پلانونو، دسيسو او ټولو ستونزو سربېره د خپل ټاکلي هدف پر لور روان دی او دغه ګواښونه او دسيسې د هغه پر مسير اغېز نشي کولای.