fbpx

عسکر به اوس د چا ومني، د طالب که د امریکایي..!؟

موسی فرهاد

طالبانو د یوې رسمې بلني په وسیله د خواخوږئ او اتمام حجت پخاطر له افغان عسکرو بلکي ټولو هغو مؤظفینو چې د کابل ادارې په چوکاټ کې را غونډ دي، او ټوپک یې غاړې ته کړی؛ د نړیوالو دوستانو په تنخوا د هغوی ترامر لاندي د ګران وطن د تباهي سپیڅلی خدمت ترسره کوي..!؟ ؛

له دغو ټولو کسانو نه مطالبه کړي چې نور له دې کاره لاس واخلئ، د امریکا د متاع قلیل لپاره ځانونه مه وژنئ، اولادونه مه یتیمانوئ، میرمني مه کونډیاني کوئ، میندي او خویندي له خپلو مینو مه بې برخي کوئ، راشئ د اسلامي امارت پراخه غیږه تاسو ته خلاصه ده، که مو هغه خوښه نه وي؛ لږ ترلږه پرخپل ځان رحم وکړئ، د امریکایي اشغالګر له دفاع نه لاس پرسر شئ، پخپل کور او کلي کې ځان ته د عزت ژوند غوره کړئ.

طالب په خپل بلنیز پیغام کې پر عسکرو ټینګار کړی چې: یاد ساتئ د طالب د ګذار هدف تاسو نه یاست، بلکي اصل هدف هغه ازلي کافران دي چې د یهود او نصاراوو په سرپرستۍ کې یوه لویه کِتله (الکفرملةْ واحدةٌ) خلک راغونډ شوي، د افغانستان پر اسلامي حریم یې تجاوز کړی، دا وطن یې داسي اشغال کړی چې ځمکه او فضا ټول د هغوی په ولکه کې قرار لري.

مرغه هم د دوی له خوښي پرته په افغان جغرافیه کې ګشت وګذار نشي کولای.

نو په دغسي صورت کې د قرآن د حکم په آساس پر افغان مسلمان لازمه ګرځي چې مقابلې ته یې را ودانګي، نور په دغسي حالت کې غفلت د مسلمان د شان سره مناسب نه وي.

مجاهدینو خو همدا فرض عین مسئولیت پر غاړه اخیستی د کفارو مقابلې ته راوتلي، مګر متاسفانه چې افغان عسکر له ځانه د کرایې قاتل جوړ کړی، د څو ډالرو په بدل کې یې د متجاوزو کفارو په دفاع کې خپل سرونه د مرګ قتلګاه ته وړاندي کړي.

دین، وطن، عزت او ناموس فروشي هیڅ ډول عیب هم نه ورته ښکاري.

طالب په خپل پیغام کې له افغان سرتیري دا نه دې غوښتي چې پر طالب دې احسان وکړي، بلکي غوښتنه یې کړي چې سرتیری دې پرخپل ځان رحم و کرم وکړي، خپل ژوند دې ترامریکایی اشغالګر نه قربانوي. تاسو خو یوځل خپل دغه بې شمېره قتل عام ته لږ سوچ وکړئ، په کومه ورځ چې تر سل تنه کم ووژل شئ؛ رسنیز چینلونه یې مرګ ژوبله نه ګڼي، مرګ مو د ماشیني چرګانو غوندي له لسګونو نه سلګونو ته پورته شوی.

مګر له دې سره سره، د امریکایی کافر لپاره ستاسو عام وژنه هیڅ باک هم نلري. هغوی فکر کوي چې فقط یو څو د ډالرو نوټونه ترې غوښتل کیږي، چې بل عسکر ته یې ورکړي. نور د دوی هیڅ نقصان نه کیږي.

دې حقیقت ته په کتو طالب له عسکرجان سره د خپلي وطني او انساني خواخوږۍ پیغام شریک کړ او هغه ته یې د ذلت له مرګ نه د خلاصون نسخه ور وښودله.

نور به وطنوال انتظار اوسي چې باقي پاتي عسکر به هم د اجرستان د سرتیرو پرپله پل ږدي چې په نیمه شپه کې د طالب د بښني پیغام ته هرکلی وایی، د ځان په شمول، ټوله ولسوالي له مالها و ما علیها سره د مجاهدینو په واک کې ورکوي، او که به د فراه د 63 وژل شویو، سربازانو په څیر د شیطان نیکلسن په قومانده د طالب په وړاندي ناروا مقاومت ته سر ټمبه کوي؟

نور نو د عسکرجان خپله خوښه، د رحمان لاره نیسي که د شیطان؟!

نور یې بیا هم خپله خوښه، د طالب مني که د امریکایي ؟!

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

په جوماتونو .بازارونو.سپورت ،کرکت میدانونه ،پارکونو کی خو ناټو.امریکا ،نښته کفار نشته،نو دا بمونه ولی پکی خلاصیږی.؟دا داسلام جنګ نه دی،دا د پنجاب ،او امریکا،روسیه ،ایران جنګ دی.چه په جومات کی په امن نه یو،نو کور کی هم په امن نه یو.عسکری ،ماموریت ،مو بهتر دی،نه د پنجاب غلامی.

Shuaib
میلمه
Shuaib

زدرانه ځوانه !
ښه سو چې خپل نظر دې ووایو ، ګمان کوم د شیطان لاره دې خوښه ده ، د رحمان پر لاره تلل دې لکه چې ازلي په قسمت کې نه دي لیکل شوي. ځه نو طالب خو هم فقط دوه آپشنه در کړي وو ، نور دې خوښه چې د اجرستان د عسکرو لاره نیسي او که د فراه د سرتیرو په سرنوشت ځان اخته کول غواړي. هههه خفه نشي. مننننه