څلورمه روژه «روژه او توبه»

ژباړه: سعيدالرحمن

(( الله ته د بېرته راګرځيدو خوښي))

د نن ورځې ګټې

۱. د ګناه څخه توبه کول، داسې دي چې ګناه يې نه وي کړې.

د ګناه نه توبه کول، د هغه چا په څير دی چې هيڅ قسمه ګناه يې نه وي کړي. حسن

پريمنځل شوې جامې داسې ښکاري چې دا کله هم خيرنې شوي نه دي.

۲. توبه ويستونکي د الله دوست او حبيب دی.

الله فرمايلي دي: ((إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ)) البقرة: 222

ژباړه: يقينا الله ډيرې توبې ويستونکي خوښوي او ښه پاک اوسيدونکي خوښوي.

۲. توبه ويستل د الله د خوښۍ لامل دی.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : ((الله د بنده په توبه د هغه انسان په پرتله ډېرخوشحاليږي چې د تباهۍ په ځای کې پړاو واچوي، او له ده سره په سورلۍ باندې خوراک او څښاک وي، د ارآم په پار سر کيږي او ويده شي، لږ خوب وکړي، کله چې له خوبه رابيدار شي، سورلۍ يې نه وي، سخته ګرمي وي تنده ورباندې ډيره شي ، او يا نور څه چې الله يې خوښوي هغه ووايې، بيا ووايې چې خپل ځاي ته به ځم، په دې کې بيا ويده شي، چې له خوبه رابيدار شي، ګورې سورلۍ يې راغلي او د ده د سر سره ولاړه ده ))

۳. توبه کوونکی ستايلی شوې پښپيمانه دی.

عون بن عبدالله بن عتبه وايي: (( کله چې بنده په خپله ګناه باندې څارنه کوونکی وي، دا څارنه به يې د ګناه پريخودو ته ورسوي، او په ګناه پښپيمانه کيدل، د توبې کيلي ده، د تل د پاره يو بنده په خپله ګناه باندې څارنه کوي تر دې چې دا څارنه ورته د ځينې نيکيو د کولو نه ګټور وي.

قرآني وړانګې

الله پاک فرمايلي دي: ((وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)) 31

ژباړه: اې مؤمنانو! ټول الله ته توبه اوباسئ، چې تاسو کامياب شئ.

الله پاک ټولو انسانانو ته د توبې کولو سپارښتنه کړې ده، ګناهګار دې له ګناه توبه وکړي، او د الله تابعداري دې پيل کړي، او تابعدار بندګان د ليدو نه تر کولومرتبې ته ځانونه ورسوي.

(( انه هو التواب)) الله پاک د تواب په صفت ستايلو نه مراد د توبې په قبولو کې د دوو وجو له مخې مبالغه ده:

۱. که د دنيا د پاچاهانو يو تن خلاف او جنايت وکړي، او بيا دا انسان عذر وړاندې کړي، نو دا پاچا يې په لومړي ځل عذر مني او قبلوي يې، خو که دويم وار بيا دغه جرم کوونکی جوړ شو بيا يې توبه نه قبلوی ځکه د هغې طبيعت يې د عذر منلو څخه منع کوي، او الله پاک د ې په خلاف باندې دی.

۲. الله ته د توبه کوونکو شمير زيات دی، که د ټولو توبه قبوله کړي، نو دا په دې کې د مبالغې لائق دی.
پيغمبر زموږ لارښود دی

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( اې خلکو! الله ته توبه اوباسې، بښنه ترې وغواړئ، زه الله ته په ورځ کې سل ۱۰۰ ځلې توبه اوباسم او بښنه ترې غواړم.

فايده:

ته د الله پاک پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته وګوره چې له الله پاک څخه بښنه غواړي او توبه اوباسې په ورځ کې د اويا (۷۰) او يا د سلو (۱۰۰) نه زيات، بلکې دالله پيغمبر صلی الله عليه وسلم به په يو مجلس کې به چې ناست و، توبه به ې کوله او بښنه به يې غوښتله، او ډير به يې ويل اصحابو به په يو مجلس کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دا (( رب اغفرلي وتب علي انک انت التواب الرحيم)) د سلو (۱۰۰) ځلو نه زيات شماره.

د الله د پيغمبر صلي الله عليه وسلم دې کار د امت د اوږو نه د دربابونو په اندازه ناوړه ګمانونه وغورځول ، نږدې وه چې ټوټه ټوټه شوی وی.

ايا د دې دواړو حالاتو کې څه فرق شته؟

د هغه غمځپلی چې د خپل غم د لرې کولو په فکر کې دی، او بل حالت د هغه چا چې هغه ګناهګار دی چې د بښنې اميد لري؟

که يو ګناهګار د الله نه بښنه وغواړي، خلک دا ګمان پرې کوي چې دا د ګناه مرتکب دی، او يا يې لوی جرم کړی دی، او يا يې د سترو(کبيره) ګناهونو څخه کومه ګناه کړې ده،ليکن پيغمبرې ښکلې پټونکې پرده، او د الله له لورې د د مهربانۍ پرده په هر ګناهګار باندې وي، چې د هغې لپاره يې بښنه غوښتل د الله څخه روا وګرځول، تر دې چې بکر بن عبدالله ويلي دي: ډير ګناهګار انسان لږ بښنه غوښتنکی وي، او ډير بښنه غوښتونکی لږې ګناه والا وي.

زريني ويناوې

فضيل بن عياض ويلي دي: داسې يوه شپه نه شته چې خپلې تيارې راخورې کړي، او شپه د خپلې تورې جامې راوځوړي، مګر الله پاک آواز کوي:

له ما څوک د ډېرې سخا څښتن شته، مخلوقات نافرمانۍ کوي، او زه يې څارنه کوم…

په ويدو يې هم ستانه کوم، ګويا چې زما يې هيڅ کوم قسمه نافرماني نه وي کړي…

له شرونو يې ساتم ، ګويا چې زما يې کوم هيڅ قسمه ګناه نه وي کړي…

په ګناهګار، او تيروتي باندې د مهربانۍ سخا کوم…

څوک دی چې له ما دعا غواړي او زه دعا نه قبلوم؟

څوک دی چې له ما څه غواړي زه يې ورله نه ورکوم؟

څوک دی چې زما دروازه يې نيولي وي، او ما شړلی وي، زه مهربانه يم، په نور باندې هم مهرباني کوم، زه د سخا څښتن يم، په خلکو سخا کوم، زه د عزت څښتن يم او نور ته عزت ورکوم…

زما له سخاوت او کرم څخه دا ده چې ګناهګار د ګناه کولو وروسته بښنه کوم…

زما له سخاوت او کرم څخه دا ده چې زه توبه کوونکي ته داسې څه ورکوم، چې ګويا هيڅ وخت يې زما نافرماني نه ده کړې.

بنده ګان له ما کور لورې ته تيښته کوي، زما له دوازې نه چيرته دا ګناهګار خلک کښيني؟!

۲. عمر رضي الله عنه ويلي دي: د توبه ويستوونکو سره کښينئ، ځکه د دوی زړونه نرم وي.

۳. ابن سماک وايي: په الله قسم چې تاسو ته الله مهلت درکړو، تر دې پورې ګويا چې الله تاسو هير کړي ياست.

۴. مجاهد وايي: چا چې د سبا او بيګار پرمهال توبه ونه کړه، دا په خپل ځان تيری کوونکی دی.

۵. سهل بن عبدالله تستري وايي: توبه دا ده چې ناوړه کړنې په ښو کړنو او کارونو بدلې کړی شي.

۶. علي رضي الله عنه فرمايلي دي: د هغه چا په حال هېښتيا په کار ده چې برباديږي، خو ځان ژغورلي شي او د هغې اسباب ورسره دي، چا ورته وويل: دا له څه دي چې ځان ورباندې د هلاکت پر مهال ژغورلی شي؟ هغه وفرمايل: هغه د الله بښنه غوښتل دی، او توبه ويستل.

۷. ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: په کوم ګناه چې انسان هميشوالی کوي، هغه ستره ( کبيره) ګناه ده، او هغه ګناه ستره ( کبيره) نه ده چې څوک ترې توبه کوي.

۸. عطاء خراساني وايي: د معتکف مثال د هغه بنده په څير دی چې خپل ځان د الله په وړاندې وغورځوي، او بيا ووايې: اې زما ربه! تر هغې پورې به داسې پروت يم تر څو چې راته بښنه ونه کړي، تر هغې به داسې پروت يم چې رحم راباندې ونه کړي.

۹. ابن مسعود رضي الله عنه فرمايلي دي: له سترو ګناهونو څه يو هم دا چې د الله سره شريک (برخه دار) جوړول دي، او د الله د رحمت نه نااميدي، او د الله د عذاب نه بې ويرې کيدل او د الله د رحم څخه نا اميده کيدل يآس(‎))
په زړه پورې کيسې

د عبدالله بن مبارک نه د لومړی بدلون په اړه چا وپوښتل، هغه وويل: يوه ورځ په بڼ کې وم، د خپلو ورونو سره مې خوراک کولو، زه د ستار د وهلو ډير مينه ناک وم، نيمه شپه پاڅيدم د ستار لرګۍ مې په لاس دی، د سر د پاره مې په ونه کې يو مارغه اوازونه کوي، له مارغه مې واوريدل چې وايي: (( الم يان للذين امنو …. لذکر الله )) الحديد: ۱۶.

ما ورته وويل: هو، ولې نه ، لرګۍ مئ مات کړو، نو دا زما په ژوند کې لومړۍ د دنيا د بې راغبتۍ پيل و.

۲. علي رضي الله عنه له يوه بانډه چي نه داسې واوريدل : اې الله ! له تا بښنه غواړم او تا ته توبه کوم. بيا يې وويل: اې دا په ژبه په بيړه توبه کول، د درواغجنو توبه ده. ويې ويل: توبه څه ته وايې؟ هغه ورته وويل: توبه هغه ده چې شپږ خبرې په کې وي: په تېرو ګناهونو باندې پښيمانتيا، د الله له لوري د ټاکلو عبادتونو راګرځول، په زور له چا څخه ترلاسه شوی حق بېرته ورکول او د زړه بداوی څښتن معاف کول، بېرته ګناه ته د نه راګرځيدو کلک هوډ لرل، ځان د الله په بنده ګۍ کې ستومانه کړه له څرنګه چې د الله په نافرمانۍ کې ستومانه کړي ؤ، د بنده ګۍ تريخوالي وڅکي لکه څرنګه چې دې د ګناهونو خوندونه و څکل.

توبه په روژه کې

هغه انسان دې تباه شي چې روژه ورباندې راشي، او بښنه ورته ونه شي.

۲. الله نه اوږدې دعاګانې غوښتل تر دې چې د الله د رحم جوګه وګرځي.

۳. الله ته د روژې د مياشتې په شپو کې بار بار ژړل، چې د جهنم نه د ازادۍ جوګه وګرځي.

۴. ايا له دې به هم تا ته داسې وخت برابر شي چې د سندرغاړو د سندرو د اوريدو نه توبه کړې، بې حيا سريالونو نه توبه وکړې؟ بيړه وکړه د هغې ورځې له راتلو نه چې تيروتنې به نه بښل کيږي، او د ګناهونو استدراک به نه کيږي، که دا نن ورځ توبه نه کوي نو کله به توبه کوي؟!

څه کول پکار دي؟

۱. هر شپه بايد توبه تازه کړو.

۲. د توبې اړوند د الله د پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه رانقل شوې دعاګاني به زده کوم او بار بار به يې له خانه سره وايم.

۳. يوازې د خپل ځان فکر نه کول، بلکې نور ګناهګار خلک هم د الله پراخۍ ته بوتلل، او د هغوي په وړاندې د الله د عفوې او بښنې د اميد دروازه پرانستل.

دعاء

۱. اللهم اغفر لي خطيئتي وجهلي و اسرافي في امري و ما انت اعلم به مني … الله اغفر لي جدي و هزلي و خطئي و عمدي و کل ذلک عندي … اللهم اغفرلي ما قدمت وما اخرت وما اسررت وما اعلنت وما انت اعلم به مني، انت الهي لا اله الا انت .

۲. اللهم اغفرلي ذنبي کله دقه و جله، خطآه وعمده، وسره و علانيته، اوله و آخره.

۳. رب اغفرلي وتب علي انک انت التواب الرحيم.

په داسې عامو دعاګانو سره، انسان ته د ټولو هغو ګناهونو څخه چې دی ورباندې پوهه او خبر وي او کنه وي، توبه واقع کيږي، نو پکار دا ده چې زموږ په ژوند کې يوه ورځ هم د عامې توبې د دعاګانو څخه خالي نه وي، پورته دعاګانو څخه کم تر کمه يوه دعا بايد ولولو.

تبصرې (1)

  • د ګران سعیدالرحمن ورور د ښکلی او ګټوری لیکنی نه ډېره مننه.
    بلی، توبه خپله یو ډول لطیف ذکر دی او ذکر خپله یو عبادت دی بناً توبه او التجاء حتی د ګناه د نه ارتکاب په صورت کی هم ډېر فضیلت لری.
    سیدنا پېغمبر علیه السلام د بشری نسل معصوم ترین انسان ؤ خو بیاهم د هغه مبارک لویه دُعا همهغه استغفار ؤ چه البته موږ ته ئې هم ددې نېک عمل سپارښتنه کړېده.
    توبه او استغفار یوازی او یوازی د سبحانه و تعالی دربار ته جائز ده نه کوم بل چا ته پدې خاطر زموږ په دین کی د نورو بندګانو په حضور کی د ګناه د ارتکاب اعتراف حرام ګڼل شویدی.
    هیله ده چه ددې پاکی میاشت په حرمت د ټول عالم اسلام او ټول بشریت لمن د څیرېدو او ناولتیا څخه وژغورله شی.