fbpx

د شهیدې ډاکټر عافیه صدیقي ګیلې

شاعر : ابراهیم صیاد

رب ته زمه څو ګیلې ورته کومه
ستړی ژونده! ستا کیسې ورته کومه
کافران مې په وجود باندې راټول وي
زه لګیا یمه ښیرې ورته کومه

اې په ویلو یې شرمیږم لویه خدایه
په بدن مې داسې رنګ په رنګ مستي کړي
په یو وار راباندې ټول جنسي تیری کړي
بیا را خوسې په بدن باندې مې سپي کړي

ټول وجود کې مې د داړو نیښانې دی
له دردونو د زندان دیوال ته کینم
د مرهم په ځای پرې اوښکې څڅومه
د ضمیر او د ویجدان دیوال ته کینم

زما چیغي خو تر عرشه در رسیږی
دا اسمان نو خدایه ولې نه نړیږي ؟
ولې ځمکه په بل مخ نه چپه کیږی
دا جهان نو خدایه ولې نه نړیږی

معتصم ،خالد ، عمر چغې وهمه
صلیبیان شي په خندا زما سورو ته
ایوبي نن په دا ټول امت کې نشته
چیغي مه وهه د کاڼو دیوالو ته

بې وسي مې بس په سترګو کې غړیږي
رڼې اوښکې مې لیمو کې وچې شوي
پرهرونو کې مې زیړې وازدې ښکاري
تورې ویني مې رګو کې وچې شوي

مسلمانه تا زما پوښتنه وکړه؟
زه هم ګوره مسلمانه وم ستا مور وم
خیر که ستا د خور غزت کور کې خوندي وه
خیر خو زه هم مسلمانه وم ستا خور وم

په ازمون کې د الله واړه ناکام شوه
په امت باندې همدا یو امتحان وه
خدای خو زه ترې خلاسولای شوم پخوا لا
ځوانه هسې بس په تا یو امتحان وه

زه خو لاړم زولنو کې مې ساه ورکړه
لا پرتې دي ډیرې پیغلې زولنو کې
له اقصی د یهودانو لښکر تاو دی
جیګوي ترې خوښکرده پیغلې ټانګو کې

چې پوښتنه مو دا دومره وخت ونه کړه
نو صیاده اوس دعا راپسې مه کړئ
چې د نر غوندې ټوپک اخیستئ نشئ
نو په سرو سترګو ژړا راپسې مه کړئ .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو حذیفه
میلمه
ابو حذیفه

اسلام وعلیکم و رحمتهالله و برکاته د مسلمان امت په نامه: د یو عادی مسلمان افغان په صفت چه د داکتر صاحبی عافیه صدیقی مرحومی خور ژوند ته می له نږدی لیدنه کړی نو دی نتیجی ته وره سیدم چه له پاک جهاد پرته د دی کفارو بل علاج نسته هم داسی به دا کفار د مونږ خوندی او مندی زوروی او امت به ناقراره وی- زه شخصا دی قضیی ته له تیرو لسو کالو راهیسی ګورم خو هیس نتیجه یی نه ده ورکړی همه کفار نور هم زړور شو نو راځی چی نور الله ته ځان تسلیم کو او… نور لوستل »