بنګلدیش د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه لوبډله چې لوبډلمشري یې تکړه آلراونډر شکیب الحسن ته سپارل شوې ده، د بنګلدیش تکړه لوبډله ده، د بنګلدیش کرېکټ بورډ تر ډېره حده کوښښ کړی تر څو خپل غوره لوبغاړي وټاکي.

په دغه لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

شکیب الحسن (لوبډلمشر)، محمد الله، تمیم اقبال، مشفیق الرحیم (ویکټ کیپر)، سومیا سرکار، لیټن ډاس، صابر رحمن، مصدق حسین، عارف الحق، مهدي حسن میزا، نظم الاسلام، مستفیض الرحمن، ابو حیدر، ربیع الحسین او ابو جاوید شامل دي.

ددوی لخوا توپوهونکی مصدق حسین له یو کال ځنډ وروسته لوبډلې ته راستون شوی، او امرئ القیس، تسکین احمد او نور الحسن له لوبډلې لرې کړل شوي دي.

بنګلدیش لوبډله د افغانستان پر وړاندې درې شل اوریزو سیالۍ لري چې د راتلونکې جون میاشتې په درېیمه، پنځمه او اومه  نېټه د افغانستان په کوربه توب په هند دهرادون ښار راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان لخوا د یادو سیالیو لپاره تر دې دمه لوبډله نه ده اعلان شوې، خو په راتلونکو څو ورځو کې یې اعلان اټکل شوی، چې څرګندیږي افغانستان به په لوبډله کې نوي لوبغاړي هم شامل کړي.

بنګلدیش لوبډله به د روانې مۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه هند ته سفر کوي، چې افغانستان لوبډله له پخوا په هند کې پر تمریناتو بوخته ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د