fbpx

د ښه خوب کولو لپاره څه باید وکړو؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۷ل): خوب د انسان د ژوند یوه برخه ده، له دې پرته ژوند تېرول ناشونې دي، چې الله تعالی شپه د خوب لپاره ځانګړې کړې ده او شپه په خوب تېرولو لپاره یې امر کړی.

د ښه خوب ګټې:

ښه او پر وخت خوب مو یاداښت قوي کوي، او د نویو معلوماتو په یادولو کې ښه مرسته کوي، همدا ډول د وزن په کمولو کې مو مرسته کوي، او د بدن اضافي وازدو او غوړو مخنیوی کوي، همدا ډول د یوه کار په ښه سر ته رسولو کې مرسته کوي، او همدا ډول د شپې خوب کول د وینې شکر ۴۰ سلنه تنظیموي.

خو کله چې انسان په ځانګړي ډول خوب نه کوي، او یا یې هم د نامعلومو لاملونو له کبله خوب نیمګړی وي، بدن د کمزوری کیږي، خپګان او یا هم نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

ددې لپاره پوره خوب کول اړین دي، باید لاندې ټکي په پام کې ونېول شي:

د شپې لخوا د رڼا کچه وټاکئ

کوښښ وکړئ چې د شپې لخوا د مبایل، لیپټاپ او یا کمپیوټر استعمال کم کړئ، ځکه چې دا پر خوب سخت اغیز کوي، دا بریښنایي وسیلې یوه ځانګړې ځواکمنه اسماني رڼايي خپروي، چې ورسره په بدن کې د خوب میلاټونونه (میلاټونن هارمون) په سمه توګه کار نه ورکوي.

پوهان وایي چې د شپې له خوب نیم ساعت وړاندې له بریښنایي وسایلو ځان لرې ساتل پکار دي، ددغې وسایلو شنه رڼایي او همدا ډول په کور کې د کوټو څراغونو رڼايي د شپې لخوا بندول یا نیمکښول پکار دي، سربېره پر دې د ښه خوب او د کوټې تیاره کولو لپاره په کوټه کې تورې پردې لګول هم ښه دي.

پر یوه وخت بیده کېدل

د ښه خوب لرلو لپاره پکار دي پر یوه وخت ځان اموخته کړئ، که تاسې په ورځني ډول د خوب وختونه بدلوئ روغتیا مو زیانمنه کیږي، باید کوښښ وشي چې روزانه په یوه وخت ویده شئ.

د خوب ځای مو ارامه کړئ!

د ښه خوب لپاره پکار دي چې کوټه مو ارامه وي، ددې لپاره لیپټاپ، کمپیوټر او دې ته ورته وسایل بلې کوټې ته منتقل کړئ، همدا ډول کوټه ارامه ساتلو لپاره باید دې ته د یخې هوا ننوتلو ځای وي، ځکه چې د ګرمۍ په پرتله په یخ ماحول کې سړی ژر بېده کیږي.

د ورځې رڼایئ څخه ګټه پورته کړئ

د شپې لخوا ښه خوب لپاره د ورځې په رڼا کې ګرځېدل مهم رول لوبوي او د روغتیا لپاره ګټوره ده، پکار دي چې سهار پېل کېدو سره سم پردې پرانیځئ او کوټې ته سهارنۍ رڼا پریږدئ، او که شونې وي نو د سهار ورزش وکړئ، په داسې کولو سره مو د شپې خوب ښه او ارامه کیږي.

چای او کافي څښلو څخه ډډه وکړئ

د شپې ناوخته چای یا کافي څښل مو خوب تښتوي، ځکه چې په دې کې کافیین ماده شتون لري، او دا ماده د انسان په ذهن ویښولو او خوب تښتولو کې مرسته کوي، پکار دي چې د شپې لخوا له کافي او شودو چایو څښلو څخه ځانونه وژغورئ، دا تر پنځو ساعتونو پورې په بدن اغیز لري، چې ورسره مو خوب زیانمنیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د