fbpx

آی پي ایل: د مجیب ځدراڼ لوبډله له سیالیو بهر شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند سوداګریزو سیالیو لومړی پړاو پای ته رسېدو سره د مجیب الرحمن لوبډله له دغې سیالیو بهر شوه، او پر ځای يې راجستان لوبډلې دویم پړاو ته لار وموندله.

د مجیب ځدراڼ لوبډلې ته په ننۍ لوبه کې د دهوني لوبډلې پر وړاندې په ستر توپیر ماتې ورکول اړین وو، چې د لوړ توپير پر ځای یې سیالۍ هم وبایلله او له روانو سیالیو بهر شوه.

پنجاب لوبډله چې د سیالیو په لومړي سر کې تر ټولو مخکښ لوبډله وه، په وروستیو کې د لوبغاړو پر غلط انتخاب او کمزورې مشرۍ دې ته اړ ایستله چې سیالیو کې ماتې وخوري او بالاخره له سیالیو بهر شي.

د آی پي ایل په لومړي پړاو کې نن ورځ له درې لوبډلو (ممبۍ، راجستان، پنجاب) څخه یوې لوبډلې ته لار موندل وو، چې په ټولو کې پنجاب لوبډلې ته چانس کم و، خو د ممبۍ لوبډلې په ماتې خوړلو سره دوی ته زرینه موقع په لاس ورغله، خو ددوی ناکامې توپوهنه یې د ماتې لامل شوه او همدا ډول له سیالیو بهر شوه.

مجیب الرحمن یوه اوونۍ وړاندې د توپ اچونې پر مهال د توپ لګیدنې لا امله ټپي شوی و، چې له هغې وروسته له لوبډلې څخه بهر شوی و.

د آی پي ایل چارواکو لخوا د پلی آف څلورو لوبډلو انتخاب وشو، چې د راشد خان لوبډله به د دهوني لوبډلې پر وړاندې د سې شنبې په ورځ او د کلکتې لوبډله به د راجستان لوبډلې پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ په پلی آف پړاو کې لوبیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د