
د ولسمشر غني ناوخته اعتراف
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
د دشت ارچې پر خونړۍ پیښې تر یوې نیمې میاشتې تیریدو وروسته بالاخره ولسمشر غني په هغې کې د ولسي خلګو پر وژل کیدو اعتراف وکړ او د تیرې چارشنبې په ورځ یې د قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته.
ښاغلی غني د ګډ حکومت د مشر په توګه په داسې حال کې د کندوز د دشت ارچې مدرسې په خونړۍ پیښې کې د ولسي خلګو پر وژنې اعتراف کوي چې د دفاع وزارت چارواکي او ویندوی لا هم د کندوز د دشت ارچي مدرسه نظامي مرکز او هلته وژل شوي کسان په یوه پوځي نمایش (رژه) کې راټول شوي وسله وال طالبان او د هغوی مشران بولي.
په هر صورت دا چې اوس هم ښاغلی غني دا جرئت وکړ چې د دشت ارچي په مدرسه کې یې د وژل شویو حافظانو ، دیني عالمانو او عامو ولسی خلګو په وژنې معترف او له کندوزیانو څخه یې د هغه له امله بښنه وغوښته دا یې لویه توره وکړه.
خو خبره دا ده چې د ولسمشر په حیث د ښاغلي غني دغه ناوخته اعتراف او د هغه له امله بښنه به د دشت ارچي د وژل شویو تنکیو حافظانو او عامو ولسي خلګو کوم درد دواء کړي؟
ایا خپله ولسمشر دغه د خولې له اعتراف او بښنې پرته د دې خونړۍ جنایت د مجرمینو د محاکمې او مجازات توان هم لري او که یې هغه هم هسي د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د کندوزیانو د بیا تیر ایستلو لپاره د تمساح ناوخته اوښکې دي چې پر یادې غمیزې یې تویه وي.
ښاغلی غني به د خپل شیندلي حکومت د منسوبینو د کومو ناسمو کړنو له امله بښنه وغواړي ځکه د ده د حکومت اړوند نور هم ډیر امنیتي ارګانونه دي چې ښه په خلاص لاس ولسي خلګ وژني ، کورونه یې ور ورانوي او شتمني یې غلا کوي.
د بیلګې په توګه د ولسمشر غني له حکومت جوړیدو راهیسي د خوست کمپایني ځواکونه هره ورځ د خوست ولایت په کلیو او کورونو کې بیوزله ولسي وګړي وژني ، کورونه یې ورسوځوي ، خلګ یې ځوروي او … خو تر اوسه پوري یې د ښاغلی غني په شمول نه چا د دغو خپلسریو ځواکونو د خپلسري مخه ونیولای شوه او نه یې د هغوی د کړنو له امله له چا بښنه وغوښته ، همداسې په کندهار، لوګر او میدان وردګو او د هیواد په نورو ولایتونو کې.
ولسمشر غني که واقعا هم پر خپلو دولتي منسوبینو تسلط لري نو لومړی دی د دفاع وزارت په ویندوی باندې د دشت ارچي د مدرسې د قربانیانو له کورنیو بښنه ومني او بیا دي د کمپایني ځواکونو ( امریکا ـ افغان خاص ځواکونو) له خپلسري او وحشت څخه مظلوم خوستیان وژغوري او یا دي هم د کندهار د امنیه قومندان څخه د کندهار د ښار اوسیدونکي چې هره ورځ یې بې محکمې په تعذیبونو او شکنجو وژني.