د دهلي د امپراتورانو نوملړ

عبدالجبار مطمئن

د (ترکي) کورنۍ حاکمان او د هغوي د حاکميت موده

  1. محمد ۱ ابن سام له ۱۱۹۳ تر ۱۲۰۶ میلادي پوري.
  2. قطب الدین ایبک له ۱۲۰۶ تر ۱۲۱۰  ميلادي پوري.
  3. آرام شاه له ۱۲۱۰ تر ۱۲۱۰ ميلادي پوري.
  4. شمس الدین الطمش له ۱۲۱۰ تر ۱۲۳۵ ميلادي پوري.
  5. رکن الدین فیروز ۱ له ۱۲۳۵ تر ۱۲۳۶ ميلادي پوري.
  6. راضیه له ۱۲۳۶ تر …..  ميلادي پوري.
  7. معزالدین بهرام له ۱۲۳۹ تر ۱۲۴۱ ميلادي پوري.
  8. علاء الدین مسعود له ۱۲۴۱ تر ۱۲۴۶ ميلادي پوري.
  9. نصیرالدین محمود۱ له ۱۲۴۶ تر ۱۲۶۵ ميلادي پوري.
  10. غیاث الدین بالبان له ۱۲۶۵ تر ۱۲۸۷ ميلادي پوري.
  11. معز الدین کیقباد له ۱۲۸۷ تر ۱۲۹۰ ميلادي پوري.
  12. شمس الدین کیمورس له ۱۲۹۰ تر …… ميلادي پوري.

د خيلجي کورنۍ حاکمان او د هغوي د حاکميت موده

  1. جلال الدین فیروز ۲ له ۱۲۹۰ تر ۱۲۹۵ ميلادي پوري.
  2. رکن الدین ابراهیم۱ له ۱۲۹۵ تر …… ميلادي پوري.
  3. علاء الدین محمد ۲ له ۱۲۹۵ تر ۱۳۱۵ ميلادي پوري.
  4. شهاب الدین عمر له ۱۳۱۵ تر …… ميلادي پوري.
  5. قطب الدین مبارک۱ له ۱۳۱۶ تر ۱۳۲۰ ميلادي پوري.
  6. نصیرالدین خسرو له ۱۳۲۰ تر ۱۳۲۰ ميلادي پوري.

د تغلاق کورنۍ حاکمان او د هغوي د حاکميت موده

  1. غیاث الدین طغلاق۱ له ۱۳۲۰ تر ۱۳۲۴ ميلادي پوري.
  2. محمد ۳ ابن طغلاق له ۱۳۲۴ تر ۱۳۵۱ ميلادي پوري.
  3. فیروز ۳ له ۱۳۵۱ تر ۱۳۸۸ ميلادي پوري.
  4. طغلاق شاه ۲ له ۱۳۸۸ تر …… ميلادي پوري.
  5. ابوبکر له ۱۳۸۸ تر ۱۳۸۸ ميلادي پوري.
  6. محمد ۴ ابن فیروز له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۲ ميلادي پوري.
  7. اسکندر ۱ له ۱۳۹۲ تر ۱۳۹۲ ميلادي پوري.
  8. محمود ۲ له ۱۳۹۲ تر ۱۴۱۲ ميلادي پوري.
  9. دولت خان لودي له ۱۴۱۲ تر ……. ميلادي پوري.

د سعید (سيِد) کورنۍ حاکمان او د حاکميت موده

  1. خیفر خان له ۱۴۱۴ تر ۱۴۲۱ ميلادي پوري.
  2. مبارک ۲ له ۱۴۲۱ تر ۱۴۳۳ ميلادي پوري.
  3. محمد ۵ ابن فرید له ۱۴۳۳ تر ۱۴۴۳ ميلادي پوري.
  4. علم شاه له ۱۴۴۳ تر …… ميلادي پوري.

د لودي کورنۍ حاکمان او د حاکميت موده

  1. بهلول له ۱۴۵۱ تر ۱۴۸۸ ميلادي پوري.
  2. سکندر ۲ له ۱۴۸۸ تر ۱۵۱۷ ميلادي پوري.
  3. ابراهیم ۲ له ۱۵۱۷ تر ۱۵۲۶ ميلادي پوري.

د مغولو د کورنۍ د لمړني دور حاکمان او د حاکميت موده

  1. بابر له ۱۵۲۶ تر ۱۵۳۰ ميلادي پوري.
  2. همایون له ۱۵۳۰ تر ۱۵۳۹ ميلادي پوري او بیا وروسته تبعید شو.

د سوري کورنۍ حاکمان او د حاکميت موده

  1. شیرشاه له ۱۵۳۹ تر ۱۵۴۵ ميلادي پوري.
  2. اسلام شاه له ۱۵۴۵ تر ۱۵۵۲ ميلادي پوري.
  3. محمد عادل له ۱۵۵۲ تر ۱۵۵۳ ميلادي پوري.
  4. ابراهیم ۳ له ۱۵۵۳ تر ۱۵۵۴ ميلادي پوري.
  5. سکندر ۳ له ۱۵۵۴ تر ……   ميلادي پوري.

د مغولو د کورنۍ د دويم دور حاکمان او د حاکميت دوره

  1. همایون – له راګرځيدو وروسته ۱۵۵۵ تر ۱۵۵۶ ميلادي پوري.
  2. اکبر له ۱۵۵۶ تر ۱۶۰۵ ميلادي پوري.
  3. جهانګیر له ۱۶۰۵ تر ۱۶۲۷ ميلادي پوري.
  4. شاه جهان چې په ۱۶۵۶ کې تبعیدشو     ۱۶۲۸ تر ۱۶۶۶ ميلادي پوري.
  5. اورنګزیب له ۱۶۵۸ تر ۱۷۰۷ ميلادي پوري.
  6. شاه علم بهادرشاه له ۱۷۰۷ تر ۱۷۱۲ ميلادي پوري.
  7. جهاندار شاه له ۱۷۱۲ تر ۱۷۱۳ ميلادي پوري.
  8. فروخ سِیَر له ۱۷۱۳ تر ۱۷۱۹ ميلادي پوري.
  9. رفیع الدرجات له ۱۷۱۹ تر ۱۷۱۹ ميلادي پوري.
  10. رفیع الدولة له ۱۷۱۹ تر ۱۷۱۹ ميلادي پوري.
  11. احمد شاه له ۱۷۴۸ تر ……. ميلادي پوري.
  12. عالمګیر ۲ له ۱۷۵۴ تر ۱۷۵۹ ميلادي پوري.
  13. شاه علم ۲ له ۱۷۵۹ تر ۱۸۰۶  ميلادي پوري.
  14. اکبر شاه ۲ له ۱۸۰۶ تر ۱۸۳۷ ميلادي پوري.
  15. بهادر شاه ۲ له ۱۸۳۷ تر ……. ميلادي پوري.

د اسلامي حاکمیت د زرین دور تاریخ د تل لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یاديږي او د حاکمانو عزم او بزم ته یې د نن تاریخ لیکونکي ګوته په غاښ پاتيږي، د اسلامي حاکمیت دا لړۍ نه یوازي په عربي نړۍ بلکي په ختیځ او لویديځ کې په خورا ستر ځواک سره غځیدلي وه او هرچا یې په سایه کې د هوسايني او خوښۍ احساس کاوه. او له هغه ځایه چې حاکمیت یو ډير ستر کار دی نو له وړو ستونزو یې پاک ګڼل ناشوني کړنه ده.

اسلام د عربي نړۍ نه ډیر ليري په لویدیځ کې پر هسپانیا او المغرب باندي حاکمیت کړی او په ختیځ کې یې د هند او سند پر لویو بیدیاوو او زرغونو دښتونو سر بیره د چین هیواد تر تبت پوري خپل د ستر ځواک وزرونه غوړلي وه. د هندوستان پر پراخه سیمه هم د اسلامي واکمنانو حاکمیت چلیدی او د تاریخ په زرینو پاڼو کې یې ځانته ځانګړی ځاي خپل کړی دی.

د ننني هندوستان په لر او بر کې د اسلامي تاریخي آثارو غني شتون دا په ډاګه کوي چې دلته یو ستر اسلامي تمدن تير سوی او د غربت له پولي هاخوا دلته ولسونو ژوند کړی او په خورا سرلوړۍ یې ستري ماڼۍ جوړي کړي دنګي مناري يې درولي او ستر معماري شهکارونه لکه (تاج محل) او (پادشاهي مسجد) او په زرګونو نور یې پاته نسلونو ته په میراث پري ایښي دي.

هغه وخت مسلمان ملت نه یوازي په سیاست کار درلود، بلکه د عبادت لوړ پوړ ته هم رسیدلي وه (چې دلته یې د مشهورو عابدانو او زاهدانو نوملړ راوړل د موضوع نه وتلي خبره ده) په هندوستان کې داسي واکمنانو هم حاکمیت کړی چې نیکونه یې د اسلام ستر دښمنان وه لکه (چنګیزخان) خو لمسیانو او وروستنیو نسلونو یې د اسلام ددين په منلو داسي تمدن او خدمات وړاندي کړل چې نمونه یې په نوره نړۍ کې کمه ترسترګو کيږي. دا چې د نړۍ په هرګوډ کې غالب ځواک خپل دین او عقیده په مغلوب ولس باندي مني یوه منل شوی اصل دی خو د اسلام د سپیڅلتوب او ستر انساني اخلاق یوه ستره نښه داده چې غالب قوم (مغل) د مغلوب ولس دین ومانه او بیا یې له هراته تر لاهور او ډهلي ستر اسلامي آثار په ځاي پریښودل.

خو نن اسلامي نړۍ د غربت نه ډکه یوه فضاء کې اوسیږي، له هر لوري بریدونه پري کيږي او هره خوا د اسلام بچیان په ډير ظلم او ستم زندي کيږي او ځیني آن له لوږي په تدریج مړه کيږي!! په یوشتمي میلادي پیړۍ کې د اسلامي هیوادونو شمیر ډیر ستر دي او د تذکري له مخي د مسلمانانو شمير یو میلیارد او څه باندي اوه سوه میلیونه ته رسیږي خو له بده مرغه له (۵۷) اسلامي هیوادونو نه یوازي د ګوتو په شمیر هیوادونه یې د ښیرازۍ تر پولي رسیدلي، پاتي نور په سختو کړاونو کې اوسیږي. اوس د اسلامي نړۍ حاکمان د اسلام نه پرته په نورو ایزمونو او تګلارو کې بریا لټوي نو ځکه د حضرت عمر رض دقول مطابق همداسي خوار او ذليل ژوند تيروي.

په اوسني اسلامي نړۍ کې د اسلام د ستر دین مبداء عربستان د داسي نا اهلو لاس ته لویدلی چې کړني یې د هیڅ یوه باغیرته مسلمان نه خوښيږي، هغوي د اسلامي نړۍ د مشرتابه پر ځاي د غربي ښکیلاکګر او ستمګر ځواک (آمریکا) غلامۍ ته لیڅي رانغښتي او په خپله خوښه یې دا ذلت په ځان منلی دی.

ورسره په څنګ کې د عربو متحده امارات، بحرین، مصر او داسي نور نن د خذلان او ذلت په ترټولو کښته پوړ کې شپي سبا کوي او قرآن په شاهدۍ د اسلام د ترټولو ستر دښمن یهود ( اسرائیل) سره پټي او ښکاره میني پالي!!

خو موږ نا امیده نه یو، همدا اوس (۵/۲۰۱۸) کې د اسلامي نړی مخکښ هیواد (ترکیه) د مسلمانانو د بزم د بیا راژوندي کولو په لوري په خورا چټکي او قوت سره ګام اخلي او د اسلامي هیوادونو د یووالي لپاره پلان جوړوي. د ترکيې هیواد اوسني ولسمشر (رجب طیب اردوغان) نن په اسلامي نړۍ کې ترټولو محبوب واکمن ګڼل کيږي او د اسلامي نړۍ د ښيرازه راتلونکي ټولي هيلي د همدغه اردوغان د ګوند (عدالت او  پرمختګ) پوري تړلي دي. له بلي خوا په مالیزیا کې د مهاتیر محمد بریا، په تونس کې د النهضه بریا او په قطر کې د شیخ تمیم حاکمیت داسي هيلي راټوکولي چې ان شاء الله د مسلمانو وړنو (اخوان المسلمین) نړیوال تفکر به وشي کولاي له لاسه وتلی مجد او عظمت یو وار بیا د اسلامي نړۍ په برخه کړي. ان شاء الله.

و ما ذالک علی الله بعزیز

حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د