د کابل اوسیدونکو ته د طالبانو د نظامي کمیسون مهم پيغام!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د خلکو څخه غوښتي چې د نظامي اهدافو څخه لیري وګرځي تر څو ددوی په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته را ټیټ شي.

د طالبانو د نظامي کمیسون په نامه نشر شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان د نړۍ په سطحه هغه څوک دي چې په نظامي عملیاتو کې د ولس د سر او مال ساتني لپاره فوق العاده احتیاط کوي او ددوی احتیاط ددې لامل شوی چې ددوی په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه را ټیټه شي.

په خبرپاڼه کې یوازي د کابل ښار هغه سیمه بلل شوې چیري چې اوس هم د طالبانو په بریدونو کې ملکي تلفات را منځته کیږي، ځکه چې په وینا یې په کابل ښار کې د بهرنیو مهم مرکزونه، استخباراتي او پوځي ادارې، ملي امنیت، سپیشل فورس او نورې ادارې په داسي سیمو کې شتون لري چیري چې کولای شي د عام ولس څخه د سپر په توګه کار واخلي، چې له امله یې د طالبانو په بریدونو کې ولسي وګړو ته هم تلفات رسیږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «نو د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي.».

د طالبانو نظامي کمیسون زیاتوي: «مجاهدین پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي، هیله ده چې زموږ عام هیوادوال به په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دښمن د حساسو ادارو په شاوخوا کې د ګشت وګام، تګ راتګ او پاتې کیدلو څخه به ځان وساتي».

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو ته عمومي عفوه هم اعلان کړې وه چې له مخي يې د جګړې په ډګر کې هر عسکر کولای شي چې ځان تسلیم کړي او خپل ژوند خوندي کړي.

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

مننه د اسلامی امارت څخه ستاسی د لابریاوو په هیله الله مو حافظ او مدد ګار شه انشاالله چی صلیبی جنګ مو د شیطانی امریکا څخه ګټلی دی داسی خونړی تلفات امریکا او د امریکا غلامانوته واړوی چی د مور شیدی یی خولی ته راشی او د ګیدړانو په څیر تیښتی ته اړ شی.
یا الله ته داسلامی امارت د سرښندونکو مجاهدینو مل او مدد ګار شه ترڅو چی اسلامی نړی د کفر د استعمار څخه خلاصه کړی.
ژوندی دی وی د اسلامی امارت اتل مجاهدین.

مقدس
میلمه
مقدس

رشتیا هم د کوم قیادت په رأس کی چی علماء او نیکان خلک وی دهغو سره د خپل ولس درد او غم وی تر دی چی پر دشمن یی هم زړه سوزی او دشفقت وزری ورته خوروی
رازی چی ټول د یوه سوچه اسلامی نظام لپاره د ښکیلاک ګرو او اشغالګرو د باسلولپاره یو موټی شوو تر څو زمونګ ګران هیواد د اشغال له مرداری پدیدی څخه وژغورو
د یوه سوچه او اسلامی هیواد په هیله

Karwan
میلمه
Karwan

همداسي ده وروره، الله ج دنصرت ورپه برخه کړي. لعنت د خداي د وي په داخلي ګوډاګيانو. ديوه اسلامي نظام دبريا په هيله. کاروان

زړګی
میلمه
زړګی

مننه کوو ښه او نیک اقدام ده که چیرته دغه خبر دلویو رسنیو په واسطه عام ولس ته ورسیږی دا به ډیره ښه وی انشاالله چی اسلامی امارت ګټونکی دی اویو ځل بیابه په ارګ سپینه جنډه ورپیږی انشاالله

عبدالخالق ساحل
میلمه
عبدالخالق ساحل

زموږ هم همدا هیله ده تر څو دا ملکې خلک په امن کې وې
ځکه مجاهدین خو هسي هم تر سر تیر دي
او ګوډاګی دولت نو غواړی همدا چي له ملکي خلکو څخه د ډال په توګه استفاده وکړي

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

د ………تاسی اوس په دی خبره ځان ته برات ورکوی چې ګوندی موږ خو خلکو ته خبر ورکړی وو. خو ریښتیا خبره دا ده چې تاسي ته یو اځی د پنجاب او ایران ګټی مهمې دي نه ده افغا نانو ژوند.
( د نن ټکی اسیا یادونه)
ناپیژنده وروره که د قلم عفت مراعات نکړئ تبصرې به مو د نشر په ځای باطله دانۍ ته وغورځول شي.

نیازی
میلمه
نیازی

که ستاسو په وینا گوداگی حکومت له ملکی وگرو د دال په توگه کار اخلی نو تاسی د پنجاب غلامان هم د عام ولس د کور کلی او جومات نه د دال په توگه کار اخلی . تاسو په دی وینا زان ته برات مه ورکوی او د قیامت په ورز به د بی گناه مسلمانانو د قتل تاسو سه زواب ورکوی ؟ جنت د مسلمانانو په وژلو نه بلکه د خدای د بی وزلو بندگانو په خوندی ساتلو لس ته رازی . الله ج مو هدایت کره که هدایت کیگی نه نو د دی مبارکی میاشتی په خاطر ابدی… نور لوستل »

عمرحنفي
میلمه
عمرحنفي

دافغانستان اسلامی امارت يوڅپڅلی اسلامی نظام دی ملاتړ کوونکي بائی صفا مؤمنان وی په ردکی بایی خامخه ددی ضد خلک وی ځکه اسلامی امارت يواځي دقران حاکميت غواړی