افغانستان

کندهار کې د یوې موسسې پینځه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ځايي چارواکي وايي د ماین پاکۍ د موسسې پینځه کارکوونکي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي نامعلومو وسله والو د «اې ام ډي سي» موسسې پر کارکوونکو د میوند په ملنګ سیمه کې برید وکړ او پینځه تنه يې ووژل.

رازق طلوع نیوز ته ويلي چې وسله والو یو تن ژوندی له ځان سره وړی دی.

هغه وايي دې کسانو د ټاپي پروژې د نل لیکې لپاره په سیمه کې د ماینونو پلټنه کوله، چې د برید ښکار شول.

تر اوسه د پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x