افغانستان

مسیر: طالبان د سیمو په سقوط تجهیزات تر لاسه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري د پسرلني عملیاتو له پیله لا میاشت هم نه ده پوره شوې؛ خو په ګڼو ولایتونو کې يې د مهمو پوځي مرکزونو او پوستو د سقوط خبر ورکړی دی.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه مسیر؛ په تازه ګڼه کې د شنونکو په حواله وايي چې دغه لنډمهالي سقوط کېدل د طالبانو د تجهیز وسیله ده.

سرچینه د یو پوځي کارپوه جنرال غرزي خواخوږي په حواله وايي چې طالبانو «یوازې په تېره اوونۍ کې له فراه ښار څخه د میلیونونو ډالرو پر ارزښت مهمات تر لاسه کړي دي.»

طالبانو په په نږدې تېرو شلو ورځو کې د هېواد په شمال کې د بغلان تاله برفک، د بادغیس دره بوم، د بدخشان کوهستان او همدرانګه د غزني اجرستان او جغتو ولسوالۍ ونیولې او په ګڼو نورو ولایتونو کې امنیتي پوستې سقوط کړې.

بل کار پوه یوسف امین ځاځي هم سرچینې ته د طالبانو د تجهیز تر ټولو لویه سرچینه د ولسوالیو نیول یاد کړي دي.

هغه وايي د طالبانو ډېر تمرکز هم پر دې دی، په وینا يې دوی «له بل هېڅ لارې اوس دومره نه تجهیز کېږي، لکه د ولسوالیو او سیمو له سقوط څخه چې امکانات تر لاسه کوي، دا کار د وسله والو یو اساسي پلان دی او سږ کال یې ډېر تمرکز پر دې دی.»

ورځپاڼه په فراه کې د یوې سرچینې په حواله وايي چې طالبانو د دې ولایت پر مرکز د برید په وسیله د دوو میلیونو ډالرو پر ارزښت وسلې او تجهیزات تر لاسه کړي دي.

تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو د فراه پر ځینو ولسوالیو د برید پر مهال ویلي و، چې طالبانو د یو نیم ملیون ډالرو پر ارزښت مهمات تر لاسه کړي دي.

تر اوسه طالبانو د تر لاسه کړیو تجهیزاتو د ارزښت په اړه څه نه دي ويلي، خو په ګڼو بریدونو کې يې پر وسلو سربېره د ګڼو نقلیه وسایطو نیولو خبر هم ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x