کابلوف: امریکا د روسيې پر پل روانه ده؛ باید مخامخ خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، امریکا په افغانستان کې پر هغه لاره روانه ده چې شوروي اتحاد د دې هېواد د اشغال پر مهال تجربه کړې ده.

کابلوف پر امریکا غږ کړی، چې څومره ژر کېږي د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره دي سوله ییز ګامونه واخلي، د ده په وینا که امریکا ۵۰ زره نور عسکر افغانستان کې مېشت کړې هم؛ جګړه نه شي ګټلی.

د روسيې استازی وايي طالبان پر ۴۰ سلنه خاوره واک لري او امریکا له دې پرته چې یا باید دې نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي یا هم مخامخ طالبانو ته د خبرو ګونډه ووهي، بله لاره نه لري.

کابلوف پر امریکا غږ کړی چې له طالبانو سره باید مخامخ پخپله خبرو ته حاضر شي او جګړه پای ته ورسوي.

د روسيې ځانګړی استازی وايي طالبان هیڅکله له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي، ځکه چې دوی دلته امریکا واکواله بولي.

ضمیر کابلوف امریکايي چارواکي پر دې ملامت کړي چې د طالبانو له لوري يې پرلپسې د مذاکراتو غوښتنې رد کړې، د هغه په وینا سپينې ماڼۍ تل د طالبانو د غوښتنې په ځواب کې ويلي، چې دوی د افغان حکومت په مشرۍ د مذاکراتو هرکلی کوي.

تر دې وړاندې انټرنشل ټرسټ رسنۍ هم پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې دوی په افغانستان کې د شوروي اتحاد غلطۍ تکراروي.

دا په داسې حال کې دی چې سپینې ماڼۍ تازه پر برتانوي چارواکو فشار راوړی چې افغانستان ته نور عسکر هم ولېږي؛ خو برتانوي ولس يې مخالفت کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د