افغانستان

د روزګان والي: د ځواکونو غیر مسلکیتوب د طالبانو له دفاع عاجز کړي یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د افغان ځواکونو غیر مسلکیتوب د طالبانو له دفاع عاجز کړي دي او نه شي کولی ويې ځپي.

د دې ولایت والی محمد شفیق اسدالله سعید نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، په روزګان کې ټول پولیس قومي او غیر مسلکي دي.

د هغه په وینا دوی نه شي کولی له طالبانو جګړه وګټي او علت يې همدا دی چې پر وړاندې يې مسلکي ځواک په لاس کې نه لري.

taliban (28)
طالب سرتېري، د روزنې پر مهال

ازادي راډيو د دې ولایت د ولایتي شورا د غړو په حواله دا هم ور زیاتوي چې د پولیسو په لیکو کې پراخ فساد او د زورواکو لاسوهنه د جګړې د دوام علت دی.

دا په داسې حال کې دی چې په همدې ولایت کې پوځي چارواکي دعوه کوي چې طالب مشر شیخ هبة الله اخندزاده پخپله د طالبانو په لیکو کې پر جګړه بوخت دی.

د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وايي د دې ولایت په خاص روزګان او چوري ولسوالیو کې جګړې د شیخ هبة الله اخندزاده او د ملا محمد عمر مجاهد د زوی مولوي محمد یعقوب پر مشرۍ شوې دي.

روزګان له هغو مرکزي ولایتونو څخه دی، چې پولې يې د غزني، زابل او کندهار له هغو سیمو سره هم نښتې چې طالبان پکې پراخ نفوذ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x