
ولسي جرګه نن «هسې» رخصت وه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه نن دوشنبه د کومې غونډې شاهده نه وه، بلکې څو تنه غړي يې په دهلیز کې تر سترګو کېدل.
سره له دې چې څو ورځې وړاندې همدې جرګې د بد امنیتي وضعیت له امله امنیتي مسوولین د پوښتنې لپاره غونډې ته ور غوښتي و، خو دوی نن له کوم دلیل پرته رخصتي وکړه.
له حاضرو وکیلانو نه فکورې بهشتي ازادۍ راډيو ته ویلي، د هېواد وضعیت اندېښمنوونکی دی، باید ولسي جرګې د امنیتي وضعیت په اړه اضطراري جلسه نیولې وای، خو نن ولسي جرګه حتی اجنډا نه لرله.
یوې بلې غړې فاطمې عزیزې سرچینې ته ویلي دا د ملت په حق کې لویه جفا ده، د دې په وینا د ویلو لپاره يې ډېرې خبرې وې، خو ولسي جرګې جلسه نه درلوده.
یاده سرچینه د یو کارپوه کبیر رنجبر له خولې وايي، وکیلان پخپلو کمپاینونو بوخت دي، په وینا يې دا ډول کارونه د ولسي جرګې حیثیت ته تاوان رسوي.
د ولسي جرګې قانوني واک په ۱۳۹۴ لمریز کال پای ته رسېدلی، خو د بېلابېلو علتونو په پلمه يې تر اوسه دوام وکړ، ټاکل شوې راتلونکې پارلماني ټاکنې د روان کال په تله میاشت کې ترسره شي.