fbpx
specalay ilham

غزل – سید الهام

ځمکـه ځای نه رکوي نا قــرار ناست یم

ټول ویده دي زه سپوږمۍ ته بیدار ناست یم

ژر ولاړ شم هغه خوب چې را په زړه شي
چې په چا پسې شل شوی پر لار ناست یم

تنها ښه یم ښه دی څوک مې چې نه ویني
که زه ژاړمه، که خاندم، که خوار ناست یم

ګمان نکړم چې خوښي مخه را وکړي
څو چې داسې غمځپلی بې یار ناست یم

یو احساس د تنهايي را سره مل دی
نور د ګران خواږه یادونه بې شمار ناست یم

ستړی نه یم- ستړی نه یم، ستړی ژونده !
خوښ یم – خوښ یمه تر عمره دې څار ناست یم

ګوره زړه دې راته بد نکړې الهامه !

منتظر یم هسې نه چې بې کار ناست یم

۱۳۹۷/۱/۲۱ پکتیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د