په روژه کې د وخت ارزښت او ساتنه!!

لیکنه: م اصف “کرار”

په عامه توګه سره که مونږ دوخت ارزښت اوساتنې ته وګورو، وخت په رښتیا چې یوه قیمتی سرمایه ده، له دې امله چې بیانه راګرځي، که هر عبادت درنه پاتې شي بیا به یې راوګرځوې، البته که وخت درنه تیر شو بیا نه راګرځي.

په ځانګړی توګه دروژی مبارکه اوګټوره میاشت چې فضیلت اوغوره والی یې له قران کریم اونبوي احادیثونه په ډاګه شوی، ځکه چې په دی میاشت کې عبادت په دوچند سره حسابیږی.

د وخت ځانګړتیاوې:

وخت یوڅه ځانګړتیاوې لري چې پیژندل یې پر مونږ ضروري دي ترڅو یې په سهي توګه وموندو او بیا ښه چلند ورسره وکړو.

۱-د وخت ژر تیریدل:

وخت (د انسان عمر) د وریځو په تګ سره او د باد په شان په منډه سره تیریږي باید چې پام ورته وکړو.

۲-تیروخت نه راګرځي:

دا د وخت یوه بله ځانګړتیا ده چې هره ورځ تیریږي هر ساعت هره لحظه تیریږي بیرته نه راګرځي.

۳-عمر دانسان ترټولو غوره پانګه ده:

هرکله چې وخت ډېر ژر تیریدونکی ده او هغه برخه یې چې تیره شي نه راګرځي اونه یې عوض اوبدیل شته، نو په همدې اساس د انسان قیمتي ملکیت او پانګه همدغه وخت ده، او دوخت ارزښت خو لدې امله دی چې دا د هر تولید او کړنې لپاره د ظرف او لوښي مثال لري او په سهي معنا وخت د وګړو وي اوکه دټولنې ستره پانګه ده.

خوافسوس!!

چې زمونږ ټولنه کې د وخت ارزښت اوساتنه په عامه توګه سره نشته..

یادونه:

هر وګړی ددې مبارکې میاشتې د وخت د ارزښت په موخه باید مهال ویش (تقسیم اوقات) جوړ کړي او وخت قیمتي کړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د