آی پي ایل: په خارجي لوبغاړو کې راشد او مجیب تر ټولو مخکې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د کریکټ مشهورې ویبپاڼې (ESPN cricinfo) د یوه خپاره شوي راپور له مخې ویلي چې د هند په سوداګریزو سیالیو خارجي لوبغاړو کې راشد خان او مجیب ځدراڼ تر ټولو مخکې دي.

د افغان ملي لوبډلې دوه تکړه سوکه توپ اچونکي چې په روان آی پي ایل کې یې د خپلې لوبډلې مشران، د کرېکټ مبصرین او چارواکي ستایلو ته اړ کړل، د خپلې لوبډلو په بریا کې مهم رول ولوباوه.

یادې ویبپاڼې په آی پي ایل کې د خارجي لوبغاړو د هر هېواد ځانګړی اوسط خپور کړی، چې په کې افغانستان، بنګلدیش، سویلي افریقا، هندوستان، نیوزېلنډ، ویسټ انډیز، انګلستان او استرالیا شامل دي.

په دغه لیست کې د شل اوریزو سیالیو اتم مقام لرونکې لوبډلې «افغانستان» توپ اچونکي د ټولو په سر کې دي، چې په توپ اچونه کې یې نور ټول هېوادونه چې تکړه توپ اچونکي لري شاته پریښي دي.

د افغانستان لخوا په آی پي ایل کې څلور لوبغاړي اخیستل شوي وو، ظاهر خان پکتین چې د راجستان لوبډلې اخیستی و بې له کومې لوبې ترسره کولو هېواد ته د ټپي کېدو له امله راستون شو.

همدا ډول محمد نبي په روانو سیالیو کې یوازې دوه سیالۍ ترسره کړي، چې له همدې امله یې په دغه لیست کې د مقابلې لپاره نه دی شامل کړی، نو خلاصه دا چې یوازې راشد خان او مجیب ځدراڼ په ښه توپ اچونه دغه لیست ټاپ کړی دی.

دوی دواړو په ګډه ۹۷.۲ اورونه ترسره کړي چې ټولې یې ۳۰ ویکټې اخیستي، او په هر اور کې يې ۶.۵۹ منډې ورکړي، چې تر نورو ټولو توپ اچونکو یې اوسط غوره دی. په دویم نمبر د بنګلدیش توپ اچونکي دي، چې ددوی لخوا شکیب الحسن او مستفیض الرحمن په ګډه ۸.۱۸ اوسط لري.

راشد خان چې د خپلې زړې لوبډلې سنرایزز حیدر اباد لخوا لوبیږي، تر دې دمه په ۱۴ سیالیو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړي او تر دې دمه درې واره یې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې، چې په یوه اور کې د ۷.۲۱ منډو ورکولو اوسط لري، چې اوسمهال یې لوبډله دویم پړاو کې ده.

مجیب ځدراڼ چې په لومړي ځل د آی پي ایل برخه شو د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو، او غوره ثابت شو، چې په اړه یې د لوبډلې مالکه پریټي زینټا دده اخیستلو ته خوشاله ده، پریټي زینټا وایي: «مجیب ښه او فوق العاده استعداد لري، له بده مرغه چې ژوبل شو خو خوښ یو چې هغه زموږ سره د پنجاب په لوبډله کې و».

مجیب ځدراڼ څو ورځې وړاندې د توپ اچونې پر مهال ټپي شوی و، چې له کبله یې په وروستیو درې لوبو کې ګډون ونکړ، چې لوبډلې یې هم په درېواړه سیالیو کې ماتې وخوړه.

مجیب په ۱۱ سیالیو کې په ۶.۹۹ اوسط سره  ۱۴ ویکټې ترلاسه کړي، او یو ځل یې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده، دده لوبډله له دغو سیالیو بهر شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د