fbpx

روژه کې د روغتیا لپاره پنځه خطرناک عادتونه!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۷ل): روژه د نعمتونو او برکتونو میاشت ده، د نورو میاشتو په پرتله ددې لپاره ځانګړی تیاری نیول کیږي، په دې مبارکه میاشت کې د عبادتونو زیاتوالي ترڅنګ خلک د خوراکونو سلسله هم نوې کوي، خو کله نا کله دغه خوړه د بې احتیاطئ پر وخت پر بدن منفي اغیز کوي.

خو ددې هر څه ترڅنګ انسان ځینو عادتونو ته پاملرنه نه کوي، ځینې وخت دغه غلط عادتونه دده روغتیا ته مرګونې ثابتیږي، دلته هغه ناوړه عادتونه چې اکثره خلک یې په روژه کې ترسره کوي وړاندې کوو ترڅو ترې ځان وژغورو!!

پيشنمی نه کول

په لومړي کې باید ووایو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه کې پر پیشنمي کولو امر کړی، ځکه چې په دې کې برکت وي ولو که په یوه «نوړۍ، خرما» هم وي.

پیشنمي ته پورته کېدل په روژه کې تر ټولو سخت عمل بلل کیږي، خو د بدن روغتیا لپاره پیشنمی تر ټولو زیات اړین دی، کله چې انسان پیشنمی نه کوي، نو دی په څلورویشت ساعتونو کې یو وخت خواړه خوري چې هیڅکله د روغتیا لپاره ښه نه دی. پیشنمی انسان په سمه توګه عبادت کولو ته هڅوي، انرژي ورکوي او د ورځې نور ډېر کارونه په سمه توګه ترسره کولو کې مرسته کوي.

له روژه ماتې وروسته غازي مشروبات څښل

ټوله ورځ نهاره تېرول او بیا د روژه ماتي پر وخت سمدلاه غازي مشروبات څښل د انسان معدې ته زیان رسوي، همدا ډول د مخ ښکلا له منځه وړي او غونجوالی رامنځته کوي، د روژه ماتي پر وخت لیمو یا د لیمو شربت څښل ګټور دي.

له روژه ماتي وروسته ورزش کول

که تاسې له روژه ماتي سمدلاسه وروسته په ورزش کولو عادي یاست نو دغه عادت ستاسې پر بدن منفي اغیز کوي، په روژه کې د بوزې په پرتله د بدن نظام بدلیږي، که څوک له روژه ماتي سمدلاسه وروسته ورزش کوي د هډوکو پر ناروغۍ اخته کیږي، نو غوره داده چې د شپې ناوخته او یا هم له پيشنمي وړاندې ورزش وکړئ.

د مالګې زیات استعمال

زیاته مالګه استعمالول په روژه او بوزه دواړو کې روغتیا زیانمنوي، خو په عام ډول په روژه کې د مالګین شیانو استعمال زیات کیږي چې له امله یې بدن د اوبو کمښت سره مخ کیږي، او پوستکی خوشکي/وچوالی پيدا کوي، که چیرې مو بدن خوشکي لري د کیلې استعمال زیات کړئ، چې په بدن کې مو د سوډیم پرځای د پوټاشیم کچه زیاته شي.

له پیشنمي او روژه ماتې وروسته خوب

په عام ډول له ډوډۍ خوړلو سمدلاسه وروسته خوب کول روغتیا ته مرګونې ثابتیږي او یو شمېر ناورغۍ رامنځته کوي، په همدې اساس په روژه کې چې انسان له ټولې ورځې نهارې تېرولو وروسته خوراک وکړي او بیا بیده شي، د زړه ناروغي ورته پیدا کیږي او د وزن زیاتوالي لامل جوړیږي.

سربېره پر دې په روژه کې نور هم ځینې عادتونه شته چې په کولو یې د انسان روغتیا زیانمنه کیږي، او حتی چې مرګونې ثابتیږي، ددې لپاره د روژې په میاشت کې په ځانګړي ډول د خوراک په اړه ډېره پاملرنه پکار ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د