fbpx

فوټبال: اسپانیا د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): اسپانیا لوبدلې په روس کې راتلونکې جون میاشت کې کېدونکي د فوټبال نړیوال جام لپاره خپله ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

یوه ځل نړیوال جام ګټونکې لوبډلې «اسپانیا» تکړه او مشهور لوبغاړی الویرو موراټا د خپلې لوبډلې برخه نه ده ګرځولې، چې له امله یې اوس یوازې درې حمله کونکي «سټرایکرز» د لوبډلې برخه دي، چې په عام ډول د ۲۳ کسیزې لوبډلې لپاره کم دي.

د اسپانیا لوبډلې مشر روزونکي د دوشنبې په ورځ د ۲۳ کسیزې اعلان وکړ چې تکړه لوبغاړي الویرو موراټا، سیچ فابریګاس، مارکوس الونسوو او پیډرو نه دي شامل کړي، چې په ټوله کې حیرانونکې د الویرو موراټا کښینول دي، نوموړي په نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره هم ۵ ګولونه وهلي وو.

په دغه لوبډله کې درې ګول ساتونکي، ۸ دفاعي لوبغاړي، ۹ منځني لوبغاړي او یوازې ۳ حمله کونکي لوبغاړي شامل دي، چې د نړیوال جام لپاره یوازې ۳ حمله کونکي انتخابول حیرانونکې ده او په دې سره د اسپانیا مشر روزونکی د سختو غبرګونونو ښکار هم دی.

خو ددغې لوبډلې مشر روزونکي د هغه لوبغاړو په سر چې په غوراوي سیالیو کې ښه ځلیدلي وو او بیا هم ددغې لوبډلې برخه نه دي ګرځيدلي بخښنه غوښتې، د نوموړي په وینا یې چې یو شمېر نور لوبغاړي ددوی څخه زیات مستحق دي.

د الویرو موراټا په ځواب کې نوموړي وویل چې په هغه کې هیڅ کوم منفي اړخ نشته، خو په لوبډله کې نور نوي لوبغاړي شتون لري چې دده په پرتله مو زیاته مرسته کولای شي.

د اسپانیا لوبډله په ګروپ B کې ځای لري، چې خپله لومړی لوبه به د تکړه او وتلي ستوري لوبډلې پرتګال پر وړاندې ترسره کوي، چې دا د لومړي پړاو تر ټولو سخته سیالۍ ښودل شوې ده.

۲۳ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

Goalkeepers: David de Gea, Pepe Reina, Kepa Arrizabalaga.

Defenders: Jordi Alba, Nacho Monreal, Alvaro Odriozola, Nacho Fernandez, Dani Carvajal, Gerard Pique, Sergio Ramos, Cesar Azpilicueta.

Midfielders: Sergio Busquets, Isco, Thiago Alcantara, David Silva, Andres Iniesta, Saul Niguez, Koke.

Forwards: Marco Asensio, Iago Aspas, Diego Costa, Rodrigo Moreno, Lucas Vazquez .

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په روس هېواد کې د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي، او د جولایي میاشتې په ۱۵مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د