
په خوراک او څښاک کې نبوي ادبونه – د مبارکو احادیثو له کتابونو څخه
مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې پر مخ بهترین استاذ ، بهترین لارښود ، بهترین رهبر ، بهترین پلار تېر شوی دی چې له خپل امت سره یې د زړه نه مینه کوله او د زړه نه ورباندې مهربان وو د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم هره لارښونه زمونږ لپاره یو چراغ دی چې په هروخت کې مونږ ته رڼا کوي ، د مسلمان لپاره بهترین چراغ د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونې دي او د ژوند په هر اړخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونې موجودې دي د مثال په ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراک او څښاک په وخت کې یو څو ادبونه خپلو لوستونکو ته ډالۍ کوم .
* كان النبي (صلى الله عليه وسلم) يأكل أكل العبد ، و يجلس جلسة العبد .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسې خوراک کولو لکه غلام او داسې به کېناستلو لکه غلام (خوراک او کېناستل به یې له هر ډول کبر نه خالي وو) .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) إذا قعد على المائدة قعد قعدة العبد ، و كان يتكي على فخذه الأيسر .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې دسترخوان ته کېناستو لکه غلام داسې به کېناستو او په چپ زنګونه به یې تکیه کوله .
* و كان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يلعقُ أصابعه إذا أكل .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې خوراک وکولو ګوتې به یې څټلې .
* و ما قُدم لرسول الله (صلى الله عليه وسلم) طعامُ فيه تمر إلا بدأ بالتمر .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به چې کله هم داسې خوراک راوړل شو چې په هغه کې به خورما (کجورې) وې نو خامخا به رسول الله صلی الله علیه وسلم په خورما باندې شروع کوله .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) يأكل مع أهله و خدمه ، و مع من يدعوه من المسلمين . . . إلا أن ينزل بهم ضيفٌ ، فيأكل مع ضيفه .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپل اهل او خادمانو سره په یوځای خوراک کولو او یا به یې د هغه مسلمانانو سره په یو ځای خوراک کولو چې دی به یې ور غوښتی وو مګر که به ده صلی الله علیه وسلم ته مېلمه راغلو نو بیا به یې د مېلمه سره خوراک کولو .
* و كان أحبُ الطعام إليه ، ما كان على ضفف .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به هغه خوراک ډېر ګران وو چې لاسونه به ورباندې ډېر وو (ډېرو کسانو به په یو ځای خوراک کولو .
* و كان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يحمد الله بين كل لقمتين.
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به دهرو دوو نوړیو په مینځ کې د الله تعالی حمد ویلو (د خوراک په وخت کې به یې حمد ډېر ویلو)
* و كان رسول الله إذا أفطر عند قوم ، قال : ” أفطر عندكم الصائمون ، و أكل طعامكم الأبرار ، و صلت عليكم الأخيار”.
ترجمه : کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له چا سره روژه ماته کړه دا دعاء به یې ورته کوله ( لتاسې سره د هر وخت روژه لرونکي خلک خپلې روژې ماتې کړي ، ستاسې خوراک د نېکان خلک وخوري ، په تاسې د نېکان خلک مونځ وکوي) .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) ، إذا شرب تنفس ثلاثا ، مع كل واحدة منها تسمية إذا شرب ، يسمي باسم الله تعالى قبل الشرب ، و تحميدٌ إذا انقطع ، و لا يتنفس في الإناء ، بل يبعده عن فيه ، ثم يتنفس ، صلى الله عليه و آله و سلم .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې څښاک کولو دری ځله به یې پکې ساه اخیسته له هرځل سره به یې بسم الله ویله ، د څښاک نه مخکې به یې بسم الله ویله او چې کله به یې څښاک بس کړو نو الحمد لله به یې ویله ، په لوښي کې به یې تنفس نه کاوه ، بلکه لوښی به یې له خولې نه لرې کړو بیا به یې تنفس وکاوه .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) إذا شرب ، يمص الماء مصاً و لا يعبه و لا يختنث إختناثاً .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې اوبه څښلې نو را زبښلې به یې (په نرمی سره به یې اوبه څښلې او ځان ته به یې را کش کولې) تېزې تېزې به یې نه څښلې او په اوبو کې به یې ساه نه اخیسته او د غړک غړک سره به یې نه څښلې.
* و كان (صلى الله عليه وسلم) يأكل ما وجد.
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې هرشی پیدا کړل هغه به یې خوړل (دا ددې نښه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قناعت ، شکر او ادب او د نعمتونو تعظیم درلود) .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) يُحب من اللحم الذراع ، و يُعجبه العسل ، و يأكُلُ العنب حبة حبة ، و يأكل البطيخ ، و يأكل التمر و يشرب عليه الماء ، و القثاء بالملح ، .
ترجمه : د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښه کې د حیوان لاس خوښ وو ، شهد یې خوښ وو ، انګور به یې یوه یوه دانه خوړل ، خټکی یې هم خوړلو ، خورما به یې خوړه بیا به یې ورپسې اوبه څښلې ، تره یې له مالګې سره خوړله .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) إذا أكل سمى ، و يأكُلُ مما يليه و يأكل بثلاث أصابع ، وكان لا يأكُلُ وحده .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې خوراک شروع کولو نو بسم الله به یې وویله ، په لوښي کې به یې د خپل طرف نه خوراک کولو ، په دریو ګوتو به یې خوراک کاوه ، یوازې به یې خوراک نه کاوه .
* و ما ذم طعاماً أبداً ، فإذا أعجبه أكله ، و إذا كرهه تركه ، و لا يُحرمه على غيره .
ترجمه : د خوراک به یې عیب هېڅکله نه ویلو که به یې خوښ شو خوراک به یې ورڅخه وکولو او که به یې نه خوښېدو نو خوراک به یې نه کولو او بل چاته به یې نه حرامولو .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) إذا فرغ ، لعق أصابعه الثلاث التي أكل بها ، و كان يلطع القصعة. و لا يأكل وحده ما أمكنه ذلك .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د خوراک نه فارغ شو نو په کومو دریو ګوتو به یې چې خورا کړی وو هغه به یې و څټلې کاسه به یې هم څټله ترڅو به یې چې وس وو نو یوازې به یې خوراک نه کولو .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) لا يأكل الطعام الحار حتى يبرد .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به ګرم خوراک نه کولو ترڅو به چې یخ شوی نه وو .
* و كان (صلى الله عليه وسلم) يغسل يده من الطعام ، حتى يُنقيها .
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خوراک نه وروسته لاسونه وینځل تردې چې ښه به یې پاک کړل .