افغانستان

ولایتي شورا: یوه شپه کې د غزني دوه ولسوالۍ سقوط شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه په غبرګو بریدونو کې دوه ولسوالۍ سقوط کړې دي.

د دې شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي طالبانو تېره شپه پر جغتو او ده یک ولسوالیو هم مهاله بریدونه وکړل، چې سهار ته نږدې يې دواړه سقوط کړي.

د هغه په وینا د جګړې پر مهال د ده یک ولسوالۍ د امنیه او همدارنګه ځانګړو ځواکونو قومندانانو په ګډون ۲۳ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې په دې بریدونو کې د ځانګړې قطعې قوندان برکت الله او د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان اسدالله وژل شوي.

هغه د ولسوالیو سقوط نه مني خو دا مني چې د دواړو ولسوالیو امنیه قومندانۍ د طالبانو له لوري سوځول شوې دي، د ده په وینا ۱۲ عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

طالبانو په لنډه خبرپاڼه کې د ولسوالیو د سقوط پخلی کړی او ويلي يې دي، د دوی ځواکونو تېره شپه د جغتو او ده یک ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه وکړي، چې « پکې سپکې، درنې او لیزرې وسلې کارول شوې او په پایله کې یې دواړه ولسوالۍ له ټولو ملحقاتوسره په بشپړه توګه فتح او پکې میشت مزدور دښمن ته د سر او مال دروند زیان اوښتی او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي.»

جغتو ولسوالۍ چې تېره اوونۍ هم د طالبانو له لوري څو ساعته سقوط شوه، خو دولتي چارواکو يې د بېرته نیولو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت اجرستان ولسوالي هم دوه ورځې وړاندې د طالبانو له لوري سقوط او ګڼو ځواکونو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته.

یاده دې وي له ده یک سره غځېدلې د غزني – پکتیکا لویه لاره هم له نږدې شلو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x