د ایران څخه د امریکا ۱۲ غوښتنې څه دي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د ایران په اړه وویل چې امریکا به پر ایران باندي داسي بندیزونه ولګوي چې مثال یې په تاریخ کې نه وي او د ایران څخه یې د ۱۲ شرطونو منلو غوښتنه وکړه.

د بهرني سیاست په اړه د مایک پمپیو دا لومړۍ رسمي وینا وه، نوموړی پر ۲۶م د اپریل د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

پمپیو وویل چې پر ایران به د بندیزونو لړۍ کرار کرار پراخیږي او دوی به هڅه وکړي چې نور هیوادونه هم پر ایران باندي په دغو بندیزونو را ګډ کړي.

نوموړي وویل چې اوس ایران په منځني ختیځ کې پر مختلفو جبهو په جګړو بوخت دی خو کله چې زمونږ بندیزونه باندي عملي شي، بیا به یوازي د ځان د ساتني په خاطر جګړه کوي، او نورې جبهې به ځیني پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده تر مخه د ایران سره اټومي تړون لغوه کړ او پر ایران یې د نویو بندیزونو لګولو اوامر صادر کړل.

د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران سره د اټومي تړون په اړه څرګندوي وکړې او د هغه د غندلو تر څنګ یې زیاته کړه چې د اټومي تړون وروسته په سیمه کې شخړي او ستونزې لا زیاتي شوې ځکه چې ایران خپل مالي امکانات پر جګړو او جبهو ولګول.

د بهرنیو چارو وزیر لاندي ۱۲ مادې وړاندي کړې چې باید ایران یې ژر تر ژره عملي کړي:

۱- د اټومي قوت د څار نړیوالې ادارې ته دي ایران خپل ټول اټومي پروګرام په اړه معلومات ورکړي او هغه اټومي بټياني دي هم ورته پرانیزي چې کار باندي درول شوی.

۲- د څار نړیوالې ادارې ته دي ټولو اټومي ودانیو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي او همداسي د «درنو اوبو» فابریکي دي بندي شي.

۳- ایران دي نور داسي میزایل نه جوړوي چې کولای شي اټومي سرګلولې له ځانه سره ولیږدوي.

۴- په ایران کې بندي ټول امریکايي او د امریکا ایتلافي هیوادونو اتباع دي خوشي کړل شي.

۵- د «تروریستي» ډلو ملاتړ دی ودرول شي، لکه: حزب الله (لبنان)، حماس او جهاد اسلامي (فلسطین).

۶- د سوریې څخه دی ایراني ځواکونه وایستل شي.

۷- د طالبانو ملاتړ دي بس کړي او د القاعدې مشرانو ته دي پناه نه ورکوي.

۸- د امریکا ملګرو هیوادونو لکه اسرائیل، سعودي او امارات، ته دي ګواښ نه کوي.

۹- د ټولو سیمه ییزو هیوادونو څخه دي ایراني ځواکونو ووزي او د حوثیانو د ملاتړ څخه دي لاس واخلي.

۱۰- د «قدس ځواک» بهرنی فعالیت دي ودرول شي.

۱۱- نړیوال سمندري نقل او حرکت ته دي ګواښ ودرول شي.

۱۲- د یوه مستقل هیواد په توګه د عراق احترام دي وشي او هلته دي عسکري ملیشې نه لیږل کیږي.

په خپل لومړني غبرګون کې ایران ویلي چې هیڅ څوک نه شي کولای دوی له سوریې څخه بهر وتلو ته مجبوره کړي ځکه چې دوی سوریې ته د حکومت په بلنه ورغلي او د تروریزم پر ضد جګړه کوي.

باید وویل شي چې د سوریې په جګړه کې ایران د ولس پر ضد د واکمن بشار الاسد ملاتړ کوي.

4
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

په زړه پوری غوښتنی.ایران باید وټکول شی.زموږ اوب ته یی ه سترګی نیولی دی،

شعیب
میلمه
شعیب

فاحشی دشمنان په لونډانو ټکوی !!!!!!!!!!!!
ایران او پاکستان که دشمنان هم شی ګاونډیان دی ، ایران او پاکستان که دشمنان هم شی مسلمانان دی ، ایران او پاکستان که دشمنان هم شی د ناتو او امریکا په مقایسه ګډ مخرجونه سره لرو . ایران او پاکستان که دشمنان هم شی د ناتو او امریکا په شان یی د اشغال لاندی نه یو ، وزیران او ریسان ته راته په خبلو سفارتو کی نه ټاکی .

خیر بیا هم که دشمنان وی میړنی شه خپله یی وټکوه . په لونډانو یی مه ټکوه زما میړنی غیرتی وروره !!!!!!!!!!!!

Zadran
میلمه
Zadran

د افغانستان دا حالت د خارجیانو او همسیایګانو د لاسه،ایران پاکستان ته که زما د لاسه کیدای.اسراییل می پری مسلط کول،خو متل دی چه تشه لاسه ته می دښمن یی

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ځدران آشنایه!
یوه مقوله ده :
چه ایمان نلرې حد اقل آزاده ګی خو ولره.