دفاع وزارت: کابل ښاریانو ته د طالبانو خبرتيا «بې اغېزې» بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د نظامي کمیسیون له لوري کابل ښاریانو ته له خبرتیا وروسته، د ملي دفاع وزارت وايي دا خبرتيا «تش تبلیغات او بې اغېزې» ده.

د دې وزارت ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته ویلي طالبانو یوازې د ویرولو لپاره دا خبرتیا خپره کړې، په وینا يې د دوی ځواکونه د امنیت لپاره هڅه کوي.

طالبانو د نظامي کمیسیون له لوري په خپره کړې خبرتیا کې پر کابل ښاریانو غږ کړی چې له امنیتي مرکزونو او غونډو ځانونه وساتي، تر څو يې د بریدونو پر مهال ملکي مرګ – ژوبله پېښه نه شي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي.»

طالبانو پر خلکو غږ کړی، دوی پلان لري «دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي.»

سره له دې چې دوه اوونۍ وړاندې کابل د پرلپسې او هممهاله بریدونو شاهد و، خو دفاع وزارت وايي دوی د کابل ښار پر دروازو هم پام کوي او هڅه کوي چې د ښار امنیت ښه وي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د