ارشیف

سیګار د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما خلاف معلومات خپاره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې، تازه د ملکي تلفاتو په اړه معلومات خپاره کړي او ویلي يې دي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر دوه زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغې ادارې پرون ناوخته خپل راپور خپور کړ، چې پر اساس يې جنوري، فبروري او مارچ میاشتو کې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.

سرچینه وړاندې زیاتوي دا تلفات د تېر کال د همدې ربعې په پرتله یو څه ډېر دي، خو دعوه کوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو په برخه کې ۱۵ سلنه کمی راغلی.

سره له دې چې کورني او بهرني پوځي څارونکي د بهرنیاو کورنیو ځواکونو له لوري د هوايي بریدونو ډېرښت د ملکي تلفاتو د لوړوالي علت په ډاګه کوي، خو سیګار وايي د طالبانو له لوري د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله ملکي تلفات شپږ سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نږدې میاشت وړاندې یوناما په یادو دریو میاشتو کې هم د ملکي تلفاتو هم دا شمېر یاد کړ، خو پکې يې دولتي منسوبین د ۱۸ سلنې مسؤل یاد کړل.

د یوناما د راپور پر اساس د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۳ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

یوناما پخپل راپور کې د دولت د ټولو مخالفو وسله والو ملکي تلفات ۴۰۷ یاد کړي و، چې پکې ۱۷۶ تنه وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپيان دي، خو حکومتي اړخ او بهرنیان يې بیا د نورو ټولو پېښو مسؤل بللي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د