
بیړنی خبر: په کندهار ښار کې لویه چاودنه شوې / انځورونه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار حضرت جي بابا چوک ته نیژدې لویه چاودنه شوې چې له امله یې تر اوسه د تلفاتو معلومات نه دي خپاره شوي.
په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي، چاودنه خورا لویه ښکاري.
ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه موټر په واسطه را منځته شوي، کوم چې امنیتي ځواکونو نیولی وو او چاودېدونکو توکو د خنثی کولو پر مهال چاودنه شوې.
د کندهار امنیتي ادارو ته نیژدې خبریال صدیق الله افغان ویلي چې چاودنه د کندهار ښهار د څوارلسمي حوزې د کنډوالي په سرای کې شوې چې له امله یې ۲۵ تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو په دغه سرای کې د موټر بم د شنډولو هڅه کوله چې باندي وچاودېد.