
مسیر: افغانستان کې د امریکا نوې ستراتېژي نا امني زیاته کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر؛ د شنونکو په حواله وايي چې امریکايي ستراتېژۍ په افغانستان کې نا امني زیاته کړې ده.
د سرچينې په قول د دې وخت رارسېدلی چې امریکا پخپله ستراتېژي له سره غور وکړي.
ورځپاڼه د پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل له خولې لیکي، چې د حکومت مشران لا هم پر دې نه دي خبر؛ چې د دې ستراتېژۍ جزییات څه دي او کوم يې د هېواد په ګټه دی او کوم يې په زیان.
د سرچينې پر باور «د ملي یووالي حکومت وړاندې له دې چې امریکا خپله تګلاره اعلان کړي، د دې تګلارې هرکلی کړی و او اوس هم په ډېری غونډو کې د یادې تګلارې ستاینه کوي.»
ډاکټر رمضان بشردوست هم ورته نظر لري هغه د ټرمپ ستراتېژي یوه ناکامه ستراتېژي بولي او وايي چې د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د دې ستراتېژۍ کومه لاسته راوړنه نه ښکاري.
سرچینه د هغه په حواله ليکي: «د وروستیو نا امنیو په اړه د امریکا بې تفاوتي، د ښارونو او ولسوالیو سقوط، لویې بمي چاودنې او د وسله والو پياوړي کېدل بیا هغه منفي پایلې دي چې د امریکا له نوې تګلارې وروسته یې افغانان تجربه کوي.»
په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس هم په تازه راپور کې دغه ستراتېژي بریالۍ نه بولي.
د سرچينې په وینا امریکايي ولسمشر نیت درلود د دې ستراتېژي په تطبیق سره په افغانستان کې د دوی پر ضد د مبارزینو صفونه مات او جګړه وګتي، ځکه خو يې د عسکرو شمېر هم ډېر کړ، خو تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.
رویټرز د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ويلي، چې د ټرمپ دې ستراتېژي ونه شو کړای، طالبان له پښو غورځوي، بلکې د هغوی جګړه لا تونده شوي او پر لپسې دولتي مرکزونه تر واک لاندې کوي.
د امریکا دغه ستراتېژي چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې اعلان شوه، ورسره د بهرنیانو او افغان ځواکونو هوايي بریدونو زور واخیست.
د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ هوايي بریدونه پر افغان خاوره شوي، خو لا هم افغان حکومت کومه پرمختګ نه دی کړی.