fbpx

خپله ژبه هم کلاه ده هم بلاه

محمد اکرام عصمتي

ژوند کېدای شي له خوښیو ډک او ښېرازه وي او دا هم کېدای شې د غمونو دروند پېټی وی،یانې څوک چې د ژوند مزاج او طبیعت درک نه کړای شي، یا د ژوند په لارو چارو ښه ونه يوهېږي؛ نو ټول ژوند به یې له ستونزو او پریشانیو سره لاس او ګریوان وي او څوک چې په دې راز پوه وي ؛ نو له ماتې سره سره به تل بریالی وي .

ارواپوهانو د بریالیتوب د رازونو په اړه تر اوسه ډیر څه ویلي دي : خو مهم مو یې په لنډو کې لاندې ځینې را اخیستې دی چې بې له مالي زیان څخه د ګټې وړ دي .

لومړی دا چې کله له خلکو سره لیدنې کتنې کوئ؛ نو ځینې الفاظ بدل کړئ،په دې توګه به مو خنډونه له مخې لرې او بریالیتوب به مو په برخه شې تاسې به ویاست چې څنګه کېدای شي،یواځې د څو الفاظو په بدلون د ژوند ستونزې او پریشانۍ له منځه لاړې شي؟ خو د حیرانتیا خبره نده ،که په دې خبرو ښه غور او پرهغو د عمل تکل وکړئ نو پخپلو سترګو به ووینئ چې څنګه مو د ژوند بڼه تر ښکلو ښکلې او تر ښو ښه شوې ده؟

مخکې مو وویل چې یواځې په خپلو ورځینیو خبرو کې څو کلمې بدلې کړئ زمونږ ټول بحث د کلمو پر بدلون را څرخي،تاسې به وګورئ،کله چې الفاظ پر تاسو اغېزه کوي نو ذهن به مو په حیرانونکې توګه په کار پیل وکړي
اکثر په ورځنیو خبرو کې وایو :

که په ازموینه کې بریالی سوم؛نو…

که مو د خدمت کولو فرصت راکړ؛نو…

که د کورنۍ ژوند مې خوښ وای؛نو …

دا او دې ته ورته نورې جملې په ورځ کې په زرهاو ځله کاریږي او کارو يې .چې دا الفاظ څو څو ځله استعمال کړو نو ورسره عادت کېږو.

کله چې په الفاظو کې د خپلې ناچارۍ او ناڅرګندو پېښو ځوروونکی انځور تر سترګو کيږي؛نو دا ډول الفاظ مو د ماتې او ناکامیو لامل کېږی

بیا مو نو ذهن هم منفي فکر کول پیلوی .په که بریالی شوم جمله کې د ناکامۍ ښکاره او څرګند اعلان نغښتی دی او په ذهن کې د ناکامۍ ګن اړخونه را څرګندېږي.

او دوهم دا چې که مو پورتنۍ جملې په دې توګه وکارولې چې که په ازموینه کې څنګه کامیابیدای شم ؟ او کورنی ژوند څنګه له خوښیو ډکولای شم؟

پخپله به مو دا احساس کړې وي چې له دې واړه بدلون څخه ستاسې د ذهن پر وړاندې منفي اړخ پرځای مثبت اړخ را څرګند شو او د دې پر ځای،چې په راتلونکې کې په وسوسو کې ښکېل شئ نو د عمل ډګر ته به راڅکول کېږئ اومنزل ته د رسېدو هڅې به کوئ .

ورستۍ یې هم دا چې خيل وخت په دې فکر کولو مه ضایع کوئ،چې ((څه کېدای شول)) بلکې د دې پر ځای داسې فکر وکړئ چې اوس (( څه کيدای شي)). د (څه کېدای شول )) الفاظ مو تېر وخت ته بیایي،چې اوس یې سمون ناممکن دی، ځکه چې هغه خبرې خو اوس تېرې شوې دی او د تېر وخت په اړه فکر کول،ښایي د راتلونکو بریو د له منځه وړلو سره برابر وي. د (( اوس څه کيدای شي)) فقره مو د راتلونکې خواته بیایي او د پرمختګ لوری در په ګوته کوي. تیرې خبرې هېرې او مخ هغه لوري ته واړوئ چې بري ته پې رسيږئ او پرمختګ کوئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د