
فوټبال: د میسي په ګډون ارجنټینا د نړیوال جام لپاره وروستۍ لوبډله اعلان کړه
نن ټکی اسیا (سه شنبهو ۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د ارجنټینا لوبډلې د تکړه او نامتو ستوري لیونل میسي په شمول په روس کې د کېدونکي نړیوال جام لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د ارجنټینا لوبډلې یو بل تکړه لوبغاړی مورو اکراډي (Mauro Icradi) په یاده لوبډله کې ځای نه دی موندلی، نوموړي په یوه سیزن کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۳۴ سیالیو کې ۲۹ ګولونه هم وهلي وو، دده پر ځای پایلو ډیبلا ته ځای ورکړل شو.
ارجنټینا په ګروپ D کې ځای لري چې د کروشیا، آیسلینډ او نایجیریا سره به لوبې کوي، او د نړیوال جام پېل به د آیسلینډ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ سره کوي.
ددې لوبډلې تکړه لوبغاړی لیونل میسي په ۲۰۱۴م کال کې د کوپا امریکا جام کې له ماتې خوړو وروسته احساساتي شو او خپله استعفا یې وړاندې کړه، خو وروسته ددغې هېواد ولسمشر او د لوبډلې مشر روزونکي په غوښتنه بیرته لوبډلې ته ستون شو.
د ۲۰۱۴ نړیوال جام په پایلوبه کې له المانیا لوبډلې څخه په یو صفر ماتې خوړونکې لوبډلې «ارجنټینا» ۲۳ کسیزه لوبډله چې ۳ ګول ساتونکي، ۸ دفاعي لوبغاړي، ۸ منځني او ۴ حمله کونکي/فارورډ لوبغاړي دي، په لاندې ډول ده:
ګول ساتونکي: سرجیو رومیرو، ویلي کابلیرو او فرانکو ارماني.
دفاعي لوبغاړي: جبریل مارکادو، جاویر ماششرانو، نیکولاس اوتمانیدي، فیدریکو فازیو، مارکوس روهو، نیکولس تاګلیافیکو، مارکوس اکونا او کریستیان انسالدي شامل دي.
منځني لوبغاړي: مانیل لانزیني، ماکسیمیلانو میزا، لوکس بیګیلا، ایور بنیګا، جیواني لوسیلسو، انجل دي ماریا، کریستیان پاون، ایدوارد سالویو دي.
حمله کونکي یا فارورډ لوبغاړي: لیونل میسي، پاولو ډيبلا، سرجیو اګویرو او ګونزله هیوګوین شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په روس هېواد کې د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي، او د جولایي میاشتې په ۱۵مه نېټه به پای ته رسیږي.