آی پي ایل: راشد خان د دهوني پر وړاندې په پلی آف سیالۍ کې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالۍ کې نن ماښام دویم پړاو «پلی آف» د راشد خان او ایم ایس دهوني لوبډلو ترمنځ پېل کیږي.

دغه سیالۍ چې په جدول کې د لومړۍ دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، ګټونکې لوبډله به مستقیما پایلوبې ته، او ماتې خوړونکې لوبډله به د سبانۍ «ایلیمنیټر» ګټونکې لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

دغه سیالۍ د آی پي ایل تر ټولو غوره سیالۍ بلل شوې چې د کرېکټ مبصرینو لخوا ورته د (د دهوني لوبډلې توپوهنه او د راشد لوبډلې توپ اچونه) نوم ورکړل شوی، چې د دهوني لوبډله یو شمېر تکړه توپوهونکي (شین واټسن، امیتاب رایډو، فاف ډوپلیسي، سریش راینا، ایم ایس دهوني او داسې نور..) لوبغاړي لري، چې پر وړاندې یې د راشد لوبډلې غوره توپ اچونکي (بووینیشور کمار، راشد خان، شکیب الحسن، سندیپ شرما، سیدرات کول او داسې نور دي).

په دې وروستیو کې ویل شوي چې د راشد لوبډلې که څه هم په عام ډول توپ اچونه پیاوړې ده خو بیا هم د دهوني لوبډلې پر وړاندې په روان آی پي ایل کې کمزورې ثابت شوې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به نن ماښام شپږ بجې (چې پخوا به اوه بجې پېل کیدې) د ممبۍ ښار په ونیکړا لوبغالي کې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د